منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار ملکي روغتون ته نوې عمليات خونې جوړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

جلال اباد (پژواک ٢٤ تله ٩١): د ننګرهار د ملکي روغتون د جراحۍ په څانګه کې نوې عمليات خونې جوړې او د تلې په ٢٤مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دغه روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې عمليات خانې د هېلټ نېټ او اروپايي اتحاديې په مالي مرسته جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عمليات خانو په جوړېدو سره به هغه ستونزې چې پخوا يې د جراحي عملياتو په برخه کې لرلې، له منځه ولاړې شي.

نوموړي وويل، چې په دغو عمليات خونو کې دوه يې د اورتيپيدي او ګوش ګلو برخو ته ځانګړې شوې دي.

ډاکټر زهير وايي، چې د دغو عمليات خونو په فعالېدو سره به هغه ستونزې چې پخوا يې لرلې له منځه ولاړې شي.

د ننګرهار ملکي روغتون د ختيځې حوزې په کچه لوى روغتون دى، چې پر يو وخت د ٤٥٠ مريضانو د بستر وړتيا لري.