کندهار ښار (پژواک ٢٥ تله ٩١): په کندهار کې په داسې حال کې ٥٠٠٠ ډاکټرانو او نورو روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا ده، چې اوسمهال هلته د څه دپاسه دوه ميليونه نفوس لپاره، په دې برخه کې ٤٨٠ تنه کار کوي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، دغه څرګندونې د ولسواليو لپاره د قابلو د روزلو د دفتر د پرانيستلو په مراسمو کې وکړې.
پخلا وويل، چې د کندهار نفوس څه د پاسه دوه ميليونه تنو ته رسېږي، خو د دومره کسانو پر سر اوسمهال يواځې ٢٠٠ ډاکټران، ١٩٠ نرسان او ٩٠ قابلې لري، چې په هېڅ وجه بسنه نه کوي.
د ده په خبره، په دغه ولايت کې په داسې حال کې دومره کم شمېر ډاکټران، نرسان او قابلې شتون لري، چې هلته د طبيعي پېښو او عادي ناروغيو ترڅنګ په جګړو او د ماين په چاودنو کې د تلفاتو شمېره ډېره لوړه ده.
هغه زياته کړه، چې نړيوالو معيارونو ته په پام سره په کندهار ولايت کې دا مهال په ټوليز ډول ٢٥٠٠ ډاکټرانو او په همدې کچه په ټوليز ډول، نرسانو او قابلو ته اړتيا ده.
دى وايي، چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه بايد ډېرې مرستې او کار وشي.
هغه په دې لړ کې د ولسواليو لپاره د قابلو د روزلو د پروګرام يادونه وکړه، چې د يونيسف په ٥٨٥زره امريکايي ډالره مرسته پيل شوى او تر راتلونکې کال پورې به دوام وکړي.
ده وويل، چې د دې پروګرام له لارې د کندهار د ٩ ولسواليو لپاره ١٩ قابلې د دوو کلونو په موده کې روزل کېږي او وروسته به همدا قابلې په اړوندو ولسواليو کې دندې تر سره کوي.
د ولسواليو لپاره د قابلو د روزلو دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم خبرې وکړې.
هغه و ويل، که څه هم په کندهار کې په روغتيايي برخه کې ګڼې ستونزې شته، خو بيا هم د تېرو کلونو په پرتله په کې پرمختګ ليدل کېږي.
هغه له مرکزي چارواکو وغوښتل، چې کندهار ته پاملرنه زياته کړي او د روغتيايي ستونزو د هواري په موخه کوټلي ګامونه واخلي.
د ولسواليو لپاره د قابلو د روزنيز مرکز مسوولې ډاکټر مزدلفې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو قابلو ورسره قرار داد کړى، چې په اړوندو نهو ولسواليو کې به د ٥ کلونو لپاره دندې ترسره کوي.
هغې زياته کړه، چې د قابلو په روزلو سره به د کندهار په ځينو ولسواليو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه را ټيټه شي.
د قليلې په نوم يوې تنې چې غواړي په دې مرکز کې زده کړې وکړي، وويل، موخه يې د قابلګۍ د مهارتونو زده کول او بيا په ولسواليو کې مېرمنو ته روغتيايي خدمات وړاندې کول دي.










