خوست ښار (پژواک ٣٠ تله ٩١): د خوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون د کتابتون د ودانۍ چارې د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره نن (د تلې ۳۰ مه) د خوست والي عبدالجبار نعيمي او ورسره نورو ولايتي چارواکو له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
خوست والي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې د شېخ زايد پوهنتون لپاره ياده ودانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي مرسته په يو پوړ کې جوړيږي.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ به ١٠ خونې،د مطالعې لوی تالار، انټرنېټ خونه او د کتابونو د ساتلو يو ستر ځای ولري، چې کار به يې په راتلونکو لسو مياشتو کې سر ته ورسيږي.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد کتابتون د ودانۍ پر بشپړېدو سره به د شېخ زايد پوهنتون د چارواکو او محصلينو هغه نيمګړتيا پوره شي، چې تل يې له ولايتي ادارې څخه د پوره کيدو غوښتنه کوله.
د شېخ زايد پوهنتون رييس پوهندوی محمدرسول باوري پژواک اژانس ته وويل، چې دی نن ډېر خوشاله دی، چې د پوهنتون لپاره يې د کتابتون ودانۍ جوړيږي.
ده زياته کړه، چې په دې سره به د پوهنتون د استادانو او محصلينو اړتيا پوره او وبه کولی شي، چې په ارامه فضا کې مطالعه وکړي.
دى وايي: ((زموږ هڅه به دا وي، چې د ودانۍ تر جوړيدو وروسته کتابتون په پرمختللو علمي کتابونو ډک او د مطالعې لپاره يو ښه چاپېريال رامنځ ته کړو.))
د ياد پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي مشر دوکتور واحدي وويل، چې دا مهال په پوهنتون کې په زرګونه ټوکه کتابونه شته؛ خو د ودانۍ د نشتوالي له امله څوک نه شي کولی ترې ګټه واخلي.
د هغه په وينا، کله چې د کتابتون لپاره ودانۍ ورغول شي، نو ټول شته کتابونه به په يو منظم ډول سره په کې ځای پر ځای شي او د استادانو او محصلينو د ګټې وړ به ورګرځي.
د دغه پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي محصل نورالله پژواک اژانس ته وويل، چې په پوهنتون کې کتابونه شته، خو د ځای د نشتوالي له امله دومره ګډوډ دي، چې په ساعتونو هم په کې د يو کتاب پيدا کول ګرانه ده.
ده زياته کړه، اوس يې چې کتابتون ته ودانۍ جوړيږي خوشاله دی او په دې برخه کې به له ډېرو اسانتياو څخه برخمن شي.
شېخ زايد پوهنتون دا مهال يوولس بېلابيلې پوهنځۍ لري، چې نږدې شپږ زره محصلين په کې په زده کړو بوخت دي.










