Language

لښکرګاه (پژواک ١٥ لړم ٩١): چارواکي او عام خلک وايي، چې د هلمند د مرکز، لښکرګاه-ناوې ولسوالۍ جوړېدونکى ٢٢ کيلومتره سړک چې په خراب جوړيږي او کيفيت يې سم نه دى.

د دغه سړک د جوړېدو چارې تېر کال پيل شوې، چې ١٧ نيم ميليونه ډالره لګښت پرې راځي، چې د امريکاه د متحده ايالتونو د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا ورکول کېږي.

د يادې ولسوالۍ د قومي مشرانو او خلکو له خوا چارواکو ته تر شکايت وروسته يوه پلاوي له سړک څخه ليدنه وکړه او ويې ويل، چې د دغه سړک په جودېدو کې بې کيفيته مواد کاروي.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال حاجي فضل باري فياض پژواک اژانس ته وويل، چې د ناوې-لښکرګا سړک کيفيت په هغه ډول نه دى، لکه څومره چې پيسې ورکړل شوې دي.

د هغه په وينا، دوى او د سيمې خلک له لوړپوړو دولتي چارواکو غواړي، چې د دغه ښکاره فساد مخه دې ونيسي.

نوموړي زياته کړه، که په دې پروژه کې د فساد مخه ونه نيول شي، له بهرنيو مرسته کوونکو هم تمه نه شي کېدى، چي بيا دې د دې ډول پروژو لپاره پيسې ورکړي.

فياض وايي چې په دې سړک کې سم قير نه کارول کېږي، دغه راز سمه جغل اندازي هم نه ده شوې.

هغه زياته کړه : (( سړک کم خو لګښت يې ډېر زياد دى، پر دې پيسو سم سړک جوړېږي، خو دوى يې بې کيفيته جوړوي.))

د هلمند د فوايد عامې امر حاجي عبدالقادر نصرت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى تېره ورځ د ناوې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه او د ولايت د ادارې په امر، له ياد سړک څخه ليدنه وکړه، چې ډېرې نيمګړتياوې په کې وې.

نوموړي زياته کړه: ((د يوې پروژې مشخصات د پروپوزل له مخې معلومېدى شي، خو د جوړېدونکي سړک مسوولينو دوى ته خپل پروپوزل نه دى ښودلى.))

د هغه په وينا، په دې اړه يې وړاندې هم له ډونرانو سره د دغه سړک ستونزه شريکه کړې، خو د هغوى له خوا تر دې مهاله هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.

د دغه ولايت د ښارجوړونې امر انجنير عبدالحامد هم وايي، چې پر ياد سړک ډېر لګښت شوى، خو د جوړېدو په چارو کې يې ډېرې نيمګړتياوې شته او په معيارونو برابر نه دى.

د ده په خبره، که د جوړېدونکي دغه سړک کيفيت ته پام ونه شي، د کار تر بشپړېدو وروسته به ډېر ژر بېرته ويجاړ شي.

په دې اړه د سړک جوړولو مسوول شرکت مشر انجنير ګل احمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى خپل کارونه د ورکړل شوي قرارداد او ډېزاين له مخې ترسره کوي او تر دې مهاله يې په کارونوکې هېڅ ستونزه نه ليدل کيږي.

د ده په خبره، پر ياد سړک ځکه ډېر لګښت راځي، چې وړاندې تر قير اچونې يې ټوله کرنيزه خاوره د سړک له سيمې څخه ايسته کړې، جغل او نوره مناسبه خاوره يې ورته راوړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د جغل او خاورې اچونې ٧٠ سلنه کار يې بشپړ شوى او تر دې مهاله يې شپږ کيلومتره قير اچونې کار هم شوى دى.

د ګل احمد په خبره، ټول سړک ٢٢ نيم کيلومتره اوږدوالى او نهه متره بر لري، چې د قير اچونې اندازه يې لس سانتي متره ده.

دى وايي، چې د سړک د ډيزاين اسناد يې له ولايت څخه ورغلي پلاوي ته ښودلي، خو قرارداد يې د ډونر په غوښتنه ياد پلاوي ته ور نه کړ.