لښکرګاه (پژواک ٢١ لړم ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري د بيارغونې د درېيو پروژو چارې پيل شوې او يوه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، بلخوا په ميدان وردګو کې هم د يوې ودانۍ چارې پيل شوې دي.
د هلمند والي حاجي محمدنعيم خان په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې يوه ودانۍ د لښکرګاه ښار د درېيمې ناحيې او دويمه يې د تنظيف مديريت او ترانسپورټ لپاره ده، چې د جوړېدو چارې يې نن (د لړم ٢١ مه) پيل شوې.
د ده په وينا، پر دواړو ودانيو ٢٧٠ زره امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د برېتانيې هېواد له خوا ورکول کېږي او په راتلونکو اوو مياشتو کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د ښاروالۍ له لوري يوه بله ودانۍ، چې درې خونې لري، نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
هغه زياته کړه، چې ياده ودانۍ د ښاروالۍ له خوا د بېلابېلو حرفوي زده کړو او نورو کورسونو لپاره جوړه شوې ده.
د والي په خبره، په همدې ورځ د لښکرګاه په کارته لګان سيمه کې د يو سړک، چې ١٤٠ متره اوږدوالى او پنځه متره بر لري، د قيرولو چارې پيل شوې.
دى وايي: ((پر يادو دواړو پروژو ٥٦ زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له بوديجې ورکول کېږي.))
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو کې د کليو پراختيا رياست لپاره د درې پوړيزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد رياست د دې ودانۍ د بنسټ ډبره د والي عبدالمجيد خوګياڼي له خوا کېښودل شوه.
د هغه په وينا، پر دې ودانۍ ٣٦٦زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د کليو پراختيا وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د دې پروژې چارې به د نهه مياشتو په موده کې د باختر افغان ساختماني شرکت له خوا سرته ورسېږي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د مراسمو پر مهال وويل، چې د دې مجهزې ودانۍ له جوړېدو سره به د ياد رياست شته ستونزې هوارې او له امله به يې خلکو ته اغېزمن او چټک خدمتونه وړاندې شي.










