پل علم (پژواک ٦ لېندۍ ٩١): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې درې روغتيايي مرکزونه له سره جوړ او دوه نور بيا ورغول شول.
په ياده ولسوالۍ کې نن (د لېندۍ ٦مه) د يوې غونډې په ترڅ کې، چې په کې د عامې روغتيا د خدماتو د څانګې مشر ډاکتر احمدشاه شګوهمن، د لوګر د عامې روغتيا رييس، د سيمې خلکو او نور ولايتي چارواکو ګډون کړى و، يادې ودانۍ پرانيستل شوې.
په دې غونډه کې د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد ظريف نايبخېل وويل، چې ياد کلينيکونه د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) په شاوخوا يو ميليون ډالره لګښت د يو کال په موده کې رغول شوي دي.
د هغه په وينا، دغه روغتيايي مرکزونه د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب، محمداغه، اب پران او سرخ اباد سيمو کې رغول شوي، چې تخنيکي مرسته ورسره په لوګر کې مېشت د چک هېواد پي ار ټي کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه مرکزونو کې يو هغه هم و، چې تېر کال د يو ځانمرګي بريد له امله نړيدلى و.
په غونډه کې د عامې روغتيا د خدماتو د څانګې مشر وويل، چې له يادو کلينيکونو سره به د خلکو ګڼې ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د ده په خبره، په کليو او بانډو کې د روغتيايي مرکزونو د نه شتون له امله، ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخ دي، چې دوى يې د هوارۍ لپاره ترخپله وسه هڅې کوي.
نوموړي زياته کړه، هڅه به وکړي، څو په محمداغې ولسوالۍ کې جوړو شوو روغتيايي مرکزونو ته پوره پرسونل او مسلکي ډاکټران ور ولېږي.
د محمداغې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړي نېک محمد بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په جوړو شوو مرکزونو کې تر اوسه د هرې څانګې ډاکتران نشته او وسايل هم په کافي اندازه نه دي ورته راوړل شوي.
د هغه په وينا، دا مهال دوى د محمداغې سيمې په کلينيک کې يواځې يو معالج ډاکتر لري، چې د هرې ناروغۍ مراجعينو درملنه او معاينه کوي.
د يادونې ده، چې د لوګر د ډېرى ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو له کمښت او نه شتون څخه شکايت کوي.










