منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ماشومانو ګوزڼ ورکولولپاره نوې هڅې پیليږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک،۷لیندۍ ۹۱): د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د ماشومانو د ګوزڼ ) پولیو (ناروغۍ د له منځه وړلو او دتيرو کلونو په پرتله ددغې ناروغۍ د کموالي خبر ورکړ .

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي،چې د ” دماشومانو دګوزڼ له منځه وړلو لپاره تخنيکي مشوره ورکول” په نوم دوه ورځنۍ ناسته کې ، چې نن په کابل کې پیل شوه ؛  لازم تدابیر نیول کيږي .

 په دغه ناسته کې دعامې روغتیا وزارت په چارواکو سربيره ، د ولسمشر روغتيايي سلاکار ، د روغتيا دنړیوال سازمان او د ماشومانو په برخه کې دملګرو ملتونو د نفوسو ادارې او ځینو نورو تمویلوونکو  ادارو استازيو ګډون کړی و .

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب ریيس ډاکتر توفیق مشال په دغه ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې د روان کال له پیل نه تر نن ورځې د ماشومانو د ګوزڼ ۳۱ پېښې په کندهار ، کونړ ، فراه ، غور ، اروزګان او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي دي .

دا په داسې حال کې ده ، چې په تير کال کې ددغې ناروغۍ ۸۰ مثبتې پيښې په کندهار ، هلمند ، فراه او اروزګان ولایتونو کې ثبت شوې وې  .

 د عامې روغتیا وزارت د روغتايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیالې ډاکتر ناجیه طارق ، د یادې ناستې په پیل کې وویل، چې یادې شوې شميرې دتير کال په نسبت دپام وړ کموالی ښیي .

خو سرچینې زیاته کړه، چې دهيواد په سوېلي سیمو په ځانګړي ډول کندهار او هلمند ولایتونو کې ددغې ناروغۍ د ویروس خورېدل لاهم دوام لري .

 هغې همدا راز وویل ، چې له کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو څخه ، چې دپاکستان سره پوله لري ؛ ددغې ناروغۍ راپور ورکړل شوی دی .

 نوموړې زیاته کړه  : د روغیتا نړیواله اسامبلۍ، چې د روان کال دغبرګولي په میاشت کې په ژنیوا ښار کې تر سره شوه ؛ له درېیو هيوادونو ( پاکستان ، افغانستان او نایجیریا ) نه وغوښتل، چې ددغې ناروغۍ  دریښو ویستلو په برخه کې خورا  زیاتې هڅې وکړي .

 سرچینې زیاته کړه : ” موږ پوهيږو، چې ددې ناروغۍ د رېښو وېستل په موږ پورې اړه لري ، زه هیله لرم ، چې ددې مجلس دمشورې تخنیکي ګروپ د تشیالونو په پيژندلو کې له دې هيواد سره زیاته مرسته وکړي او موخو ته درسېدو لپاره چې دپولیو له منځه وړل دي ؛ اغيږمنې ګړنلارې وړاندې کړي . “

د عامې روغتیا دوقایوي طب رییس پژواک اژانس ته وویل،چې په هېواد کې نا امني ، له پاکستان نه دکډوالو را ستنيدل او په ځینو کورنیو کې ناوړه دودونه ددې سبب شوي، چې لا هم په دې هيواد کې ددې ناروغۍ مثبتې پيښې وجود ولري .

 هغه وویل، چې ددغې ناروغۍ واکسين د مني د کمپاین دويم دور د تلې په میاشت کې په لاره اچول شوی ، دهيواد په نا امنو سیمو کې ۲۲ زره ماشومان ، چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي له واکسین څخه پاتې شوي دي .

 په یاده غونډه کې د ولسمشر د روغتيايي چارو سلاکار ډاکتر فیض الله کاکړ، چې له نړیوال روغتايي سازمان سره هم ددغې ناروغۍ د له منځه وړلو د اړیکو مسوولیت پرغاړه لري ؛ پژواک ته وویل، چې په یاده ناسته کې په نا امنو ولایتونو کې ددې ناروغۍ د له منځه وړلو د کمپاین په څرنګوالي خبرې کېږي .

نوموړي په نا امنو سیمو کې ددغې ناروغۍ د واکسین د بریالي کمپاین په برخه کې دعادي خلکو، قومي مشرانو، دينې عالمانو او واليانو د برخې اخیستلو څرنګوالی ددغې ناستې د نورو بحثونو په موضوع پورې اړوند وبللو.

 د ده په وینا، په دغه کمپاین کې د وسلوالو مخالفینو د همکارۍ را جلبول هم په دغه کنفرانس کې تر بحث لاندې نیول کېږي .

 کاکړ همدا راز وویل، چې د فلج واکسینایسون دکمپاین ډېر واکسیناتوران نالوستي دي او په دې برخه کې هم باید هڅې وشي، چې دغه کمپاینونه لوستي کسان تر سره کړي .

 پولیو یا ګوزڼ ناروغي دماشومانو په اوچتې تبې سره پیليږي او مکروب یې دخولې له لارې ننوځي ، چې ځینې وخت ددایمي معیوبوالي او کله بیا  د مرګ سبب ګرځي .