کندهار ښار (پژوک ١٢ لېندۍ ٩١): د عامې روغتيا رياست وايي، چې په کندهار ولايت کې د تېر کال په پرتله د اېډز د ناروغانو شمېره دوه برابره زياته شوې ده.
تېر کال په کندهار کې د اېډز د نارغانو شمېر ١١ تنه وو، خو سږ کال دغه شمېره ٢١ تنو ته لوړه شوې ده.
د کندهار د عامې روغتيا په رياست کې نن د) ليندۍ په ١٢مه( په همدې اړه يوه غونډه جوړه شوې،چې په کې يو شمېر ډاکټرانو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړى و.
دغې غونډې ته د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په خپله وينا کې وويل، چې په کندهار کې د اېډز ناروغي په ډېرېدو ده.
هغه زياته کړه، چې تېر کال په کندهار کې په اېډز د اخته ناروغانو شمېر ١١ تنه وو، خو په روان کال کې ٢١ تنو ته لوړه شوې، چې دوه برابره زياتوالى ښيي.
نوموړي، درې لسيزې جګړې، اقتصادي ستونزې، نشه يي توکي هغه لاملونه ياد کړل، چې د هېواد په کچه يې د اېډز د ناروغانو شمېره ډېره کړې ده.
پخلا له خلکو وغوښتل، چې خپله وينه معاينه د HIV ويروس د معلومولو په موخه معاينه کړي، تر څو نورو ته يې د خپرېدو مخه ونيول شي.
په کندهار کې د عامې روغتيا رياست د اېډز ناروغۍ د مخنيوي د څانګې مسوول ډاکټر همايون رحمان وايي، چې په دغه ولايت کې يې د ١٣٢٠٠ تنو وينه معاينه کړې، چې له دې ډلې د ٢١ کسانو په وينه کې د HIV ويروس تثبيت شوى دى.
دى وايي، چې د اېډز د ٢١ ناروغانو له ډلې ١٨ تنه نارينه او پاتې درې تنې يې ښځې دي، چې له خپلو خاوندانو ورته دغه ويروس انتقال شوى دى.
نوموړى زياتوي، چې په دغو ناروغانو کې ٤ تنه د اېډز مرحلې ته رسېدلي، چې په دې وروستيو کې يې درېيو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دا مهال په کندهار کې د اېډز د مخنيوي او مشورې ورکولو درې مرکزونه شته، خو خلک د دوديزو مسايلو او شرم له مخې ډېر کم دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.
چارواکي وايي، په کندهار کې د اېډز ناروغۍ د پراخېدو تر ټولو لوى لامل نشه يي توکي او هغه پېچکارۍ دي، چې خپلو بدنونو ته نشه يي توکي تزريقوي.
په هېواد کې د اېډز لومړنۍ پېښه په ٢٠٠٥ کال کې په کندز ولايت کې ليدل شوې وه.
ورو ورو د هېواد په کچه دغه شمېره تر ٢٠١١ زېږديز کال پورې ١٣٦٧ ته لوړه شوه، چې له دې ډلې ١١ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د ملګرو ملتونو د HIV پروګرام د راپور پر بنسټ، په نړۍ کې شا وخوا ٣٤ ميليونه وګړي په دغه ناروغۍ اخته دي، چې نيمايي يې ښځې دي.
اېډز هغه ناروغي ده، چې په لومړيو کې د انسان دفاعي سيسټم کمزورى کوي، د دغې ناروغۍ درملنه تر ډېره ناشونې ده، هغه درمل چې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره جوړ شوي، ګران بيه دي.










