منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

بغلان کې ٣٨ کيلومتره سړک جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

بغلان (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): د فوايد عامې وزارت له يوه افغاني ودانيز شرکت سره د بغلان په درېيو ولسواليو کې د ٣٨ کيلومتره سړک د جوړولو قرارداد لاسليک کړ.

دغه قرارداد نن (د لېندۍ ١٥مه) د پيرمحمد ودانيز شرکت او د فوايد عامې وزارت ترمنځ لاسليک شو.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن د دغه قرارداد له لاسليکولو مخکې رسنيو ته وويل، چې ياده پروژه د نوموړي وزارت له پراختيايي بوديجې تمويليږي، چې د ياد وزارت د کليو د ملي پروګرام يوه برخه ده.

د فوايد عامې وزارت اداري او مالي مرستيال حاجي محمداکبر د معلوماتو له مخې، دغه سړک ٣٨ کيلومتره اوږدوالى لري، چې د بغلان د بنو، خنجان او اندراب ولسواليو اړوند دى.

بارکزي وويل، چې د دغه سړک د رغولو ټول لګـښت ١٥،٨ ميليونه امريکايي ډالره دى.

سرچينې زياته کړه، چې دغه پروژه د فوايد عامې وزارت تر څارنې لاندې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

د ياد وزارت اداري او مالي مرستيال د دې پروژې د بشپړېدو موده دوه کاله وښوده او زياته يې کړه، چې د خنجان، بنو او اندراب ولسواليو د سړک په اوږدو کې د پول، پولګوټو او استنادي دېوالونو جوړول هم په پام نيول شوي؛ خو سرچينې يې د اندازې او شمېر په اړه څه ونه ويل.

له بلې خوا د بغلان د ولايتي شورا رييس محمدرسول محسني د يادو درېيو ولسواليو د سړک دغه پروژه خورا مهمه وبلله او پژواک ته يې وويل، چې د سيمې خلک له تګ راتګ او د زراعتي محصولاتو په لېږد کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

همدارنګه د پيرمحمد د سړک جوړونې د شرکت مشر انجنير عبدالرقيب سفري له پژواک خبري اژانس سره ژمنه وکړه، چې ياده شوې پروژه به په خپل ټاکلي وخت او ښه توګه ترسره کړي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سړک په اوږدو کې پنځه اساسي پلونه او ځيني نور پلګوټي شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د يادې پروژې عملي کار شاوخوا يوه اونۍ وروسته پيل شي.