کندهار ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩١ ) : د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په لرې پرتو سيمو کې لومړينو روغتيايي مرستو د ناروغيو د کچې په ټيټوالي کې مثبت اغېز درلودلى دى.
دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې، چې د عامې روغتيا رياست د غونډو په تالار کې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو د ملي ورځې د لمانځلو په موخه جوړه شوې وه.
د ټولنې روغتيايي کارکوونکي هغه رضا کار وګړي دي، چې په لېرې پرتو سيمو کې د ناروغيو پر مهال د عامه پوهاوي تر څنګ لومړنۍ روغتيايي مرستې کوي.
غونډې ته د ولسمشر کرزي پيغام د ډاکټر عبدالقيوم پخلا له خوا ولوستل شو، چې پکې د دغه ملي پروګرام ستاينه شوې وه.
په پيغام کې راغلي وو، چې د دغه پروګرام له لارې د مېندو او ماشومانو د مړينې کچه هم ټيټه شوې، چې دا يو ښه زېرى دى.
په کندهار کې د ايچ ډي ايس موسسې مسوول ډاکټر فضل الرحمن رحمانزي وويل، دا مهال د کندهار ښار تر څنګ په ١٣ ولسواليو کې دغه پروګرام فعال دى.
هغه زياته کړه، د دغه پروګرام په چوکاټ کې ١١٣٦ تنه، چې نيمايي مېرمنې دي، په لېرې پرتو سيمو کې په دندو بوختې دي.
د نوموړې په وينا، د کندهار په کچه ټولټال د لومړنيو روغتيايي مرستو ٥٥٦ پوستې شتون لري، خو له دغې ډلې نژدې ٥١ يې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله تړلې دي، چې ډېرې يې په ژيړۍ ولسوالۍ کې دي.
رحمانزي وايي، په راتلونکې کال کې به په هغو ولسواليو کې چې د دغه پروګرام له پوښښ څخه پاتې دي، ٧٥ نورې دغه راز پوستې فعالې کړي.
د کندهار روغتيايي چارواکي وايي دغه پروګرام په لېرې پرتو سيمو کې ښې پايلې لرلې، چې په ترڅ کې د زرګونو ناروغانو سره لومړنۍ روغتيايي مرستې شوې دي.
خو د دغه پروګرام پر وړاندې ناامني لوى خنډ ګڼل کېږي، چې کله کله يې فعاليتونه ټکني کوي.
د دغه پروګرام يوه ښځينه کارکوونکې سکينه وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې دنده تر سره کوي او د يوې عادې وګړې په څېر په کلي کې ژوند کوي.
د دې په خبره، کله چې په کلي کې کوم څوک ناروغ کېږي، هغه ورسره لومړنۍ روغتيايي مرسته کوي او وورسته ورته لازمه لارښوونه کوي.
دا وايي، دا معاش نه لري او په رضاکاره توګه دغه دنده مخ ته وړي، خو کله کله يې ناامني کړوي.
د ټولنې روغتيايي کارکوونکي له نيژدې پنځو کلونو را په دې خوا د هېواد په کچه فعاليت لري.
په دغه موده کې د کندهار ولايت په کچه شا وخوا لس تنه دغه کارکوونکي وژل شوي او پنځوس تنه نور ژوبل شوي، چې ٤ يې ښځينه دي.










