کندوز (پژواک ۲۲ لېندۍ ۹۱): د تخار ولايت د ښوونکو د روزنې مرکز د ښځينه ليليې ودانۍ پرانيستل شوه. تر دې وړاندې ښځينه زده کوونکې د خپلو خپلوانو په کورونو کې اوسېدې.
د ليليې دغه دوه پوړيزه ودانۍ پر يو جريب ځمکه د المان د پراختيايي بانک په نږدې د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
د تخار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول جان محمد نبي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ليليې ودانۍ ۲۰ څلور کسيزه خونې، دوه سالونونه، ۲۰ تشنابونه، پخلنځی او نور اړوند ملحقات لري، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې پرې کار روان و.
هغه زياته کړه: “تر دې وړاندې د ښوونکو د روزنې مرکز يو شمېر نجونو محصلينو د خپلوانو په کورونو کې ژوند کاوه او له ګڼو ستونزوسره مخ وې.”
نبي زاده زياته کړه، چې دغه ودانۍ د ۸۰ تنو محصلينو د هستوګنې وړتيا لري او د هغو محصلانو لپاره کافي ده، چې د خپلو خپلوانو په کورونو کې اوسېږي.
سرچينې زياته کړه، هغه ساحه چې ياده ودانۍ په کې جوړه شوې، په بشپړ ډول خوندي ده او د نجونو لپاره د يوې ليليې ټولې اسانتياوې په پام کې ورته نيول شوې دي.
محصلانې هم د دې ودانۍ په پرانيستل کېدو خوښي څرګندوي.
د دغې ښوونيزې موسسې د بيالوژۍ څانګې د دويم ټولګي زده کوونکې شريفې وويل: “که څه هم ما د زده کړې ټوله دوره د خپلوانو په کور کې تېره کړه، خو دا چې زما د نورو خويندو ستونزې حل شي؛ خوشحاله يم.”
هغې زياته کړه، چې د خپلوانو په کور کې يې د هستوګنې پر مهال ټول لګښتونه د کورنۍ له خوا ورکړل شوي دي.
د تخار د ښوونکو د روزنې موسسه لس کاله وړاندې رامنځ ته شوې او دا مهال په کې د نجونو په ګډون له دوو زرو زيات محصلان زده کړې کوي.
په ورته وخت کې بيا په تخار ولايت کې د دوو ښوونځيو رغنيزې چارې پيل شوې، چې له ۹۰۰ زره امريکايي ډالرو زيات لګښت به پرې راشي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول وويل، چې د عبدالاول قريشي د ښوونځي ودانۍ ۱۲ او د ملا عبدالودو د ښوونځي ودانۍ ۲۴ درسي خوني لري، چې له ټولو امکاناتو سره به په کې د يوه کال په اوږدو کې د تالقانو درې زره زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره شي.
هغه زياته کړه، چې دمګړۍ د يادو ښوونځيو زده کوونکي تر خېمو، ګرميو او شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، چې په جوړېدو به يې دغه ستونزه هواره شي.
سرچينې زياته کړه، چې سږ کال په دغه ولايت کې له دوه سوو زرو زيات زده کوونکي په ۵۰۰ ښوونځيو کې زده کړې کوي، ۴۵ سلنه ښوونځي يې ودانۍ نه لري؛ خو په دې هڅه کې دغو ته ودانۍ جوړې کړي.
ديو بل خبر له مخې، د خوست ښار په ازادي مېنه کې ۸۰۰ متره سړک له قيرولو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست والي عبدلجبار نعيمي پژواک ته وويل، چې دغه سړک ۱۴ متره پلنوالی لري او د ښاروالۍ له پراختيايي بوديجې نه د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه، په پام کې لري چې د خوست ښار او ولسواليو نور سړکونه هم په ورته ډول ورغوي.










