ژبه

کابل (پژواک ٢٢ لېندۍ ٩١): د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د کانکور ازموينې ګډونوالو ته د روڼتيا ډاډ ورکوي او وايي، چې سږ کال يې په ازموينه کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره کلک ګامونه اخيستي دي.

 د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو مرستيال بري صديقي نن (د لېندۍ ٢٢ مه) په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې تر دې مهاله د افغانستان په ٢٢ ولايتونو کې د کانکور ازموينه له کومې ستونزې پرته اخيستل شوې ده.

د هغه په وينا، په پام کې ده، سږ کال په ٣٨ مرکزونو کې، چې ٣٤ ولايتونه او د بدخشان څلور ولسوالۍ په کې شاملې دي، د کانکور ازموينه واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ازموينې په تخنيکي چارو کې ځينې بدلونونه راغلي، چې کولى شي تر ډېره د درغليو مخه ونيسي.

د صديقي په خبره، په تېرو کلونو کې د کانکور ګډون کوونکي په خپله د ځوابونو په پاڼه کې خپل شهرت او نور مشخصات ليکل، خو سږ کال د لوړ زده کړو وزارت هر ګډون کوونکي ته د ازموينې د ځوابونو ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې مکمل شهرت او نور مشخصات يې په کې ذکر شوي دي.

هغه وايي، د کانکور ازموينې په اړه ځينې ناسمې اوازې خپرې شوې دي، چې ګواکې د کانکور ازموينې د پوښتنو پاڼې له ازموينې وړاندې د ځينو کسانو لاسونو ته ورځي.

ده وويل، داسې اوازې خپرول د هغو “فرصت طلبو کسانو” کار دى، چې غواړي د کانکور ګډونوالو ته تر ازموينې وړاندې د پوښتنو د ورکولو په پلمه له خلکو پيسې واخلي.

ده زياته کړه: ((انشاالله ټولو هېوادوالو ته ژمنه ورکوم، چې هېڅ تشويش په دې قسمت کې ونه لري او د خلکو په خبرو ونه غولېږي، دا يواځې د ځينو ګروپو او يا د ځينو افرادو د بدې استفادې لپاره زمينه برابرول دي، چې واقعيت نه لري او دا موږ مکمل ردوو.))

صديقي وويل، سره له دې چې سږ کال د کانکور د ګډونوالو شمېر ډېر شوى، خو د کانکور کمېټه په ازموينه کې د لا روڼتيا د تامين لپاره پوره تخنيکي وسايل او پرسونل په واک کې لري.

دى وايي، چې سږ کال له دوه سوه زرو ډېر زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي، چې ٤٤ زره به يې د لوړو زده کړو او ٣٠ زره به يې د نيمه لوړو زده کړو   په موسساتو کې جذب شي.

صديقي زياته کړه، چې که کومه امنيتي، اقليمي او تخنيکي ستونزه رامنځته نه شي، نو د کانکور ازموينې به د جوړ شوي جدول له مخې، د سلواغې مياشتې تر وروستيو پاى ته ورسېږي او وروستۍ پايلې به يې د کب مياشتې په نيمايي کې اعلان شي.

ده وويل، چې تېره ورځ د کانکور ازموينې د اخيستو پلاوي تخار، کندوز او سمنګان ولايتونو ته تللي دي او په څو راتلونکو اونيو کې به په ننګرهار، کندهار او پکتيا ولايتونو کې د کانکور ازموينه واخيستل شي.