منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

“د ازاد خبريال ابراهيمي دوسيه دې ژر وڅېړل شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ لېندۍ٩١): د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون له حکومته د خبريالانو له حقونو د کلک ملاتړ او د ازاد خبريال حبيب الرحمن ابراهيمي دوسيې ته د ژر رسېدنې غوښتنه وکړه.

ازاد خبريال حبيب الرحمن ابراهيمي شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د کابل ښار د کمپنۍ په سيمه کې له خپل کور څخه د شپې له خوا بهرنيو ځواکونو يووړ او اته ورځې يې په بګرام کې بندي کړى و.

ابراهيمي د لېندۍ په ٢٧مه د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته وويل، چې اته ورځې يې تر سختو شکنجو لاندې د بګرام زندان په يوه يو متر مربع خونه کې تېرې کړې دي.

ده زياته کړه: ((ما ته يې د تحقيق پر مهال يواځې د افغان حکومت د واليانو عکسونه ښودل، چې دا پېژنې، دا پېژنې او يا به يې د ټيلېفون شمېرې راته ښودې او ويل به يې چې دا شمېره د چا ده.))

ده له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د ده د حيثيت په اعاده کې ورسره مرسته وکړي.

ابراهيمي دا هم وويل، چې بهرنيو ځواکونو د ده له کور څخه يوه اندازه سره زر او د ده يو کمپيوټر هم وړي چې بايد بېرته ورکړل شي.

هغه وايي، چې ولسمشر حامد کرزي ته يې هم مراجعه کړې او هغه ورسره ژمنه کړې وه، چې د ده د قضيې د څېړلو لپاره به يو کمېسيون په کار ګوماري.

خو دى وايي، چې ولسمشر تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون رييس زلمي زابلي وويل: ((د خپلو واکونو په چوکاټ کې به موږ تر هغه د ابراهيمي قضيه تعقيب کړو، ترڅو چې د ابراهيمي قناعت حاصل شي.))

زابلي له ولسمشره وغوښتل، هرڅومره چې ژر کېږي د ابراهيمي د قضيې په اړه دې اقدامات وکړي او د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د افغان خبريالانو او نورو افغانانو له حقونو دې کلکه دفاع وکړي.

هغه زياته کړه: ((که ولسمشر د خبريالانو او خلکو له حقونو دفاع ونه کړي، دا به يو لاسپوڅى ولسمشر وي او افغانستان به اشغال شوى هېواد وي.))

هغه زياته کړه، که بهرني ځواکونه افغانستان ته د خلکو د دفاع لپاره راغلي وي، نو ولاړ دې شي او په سرحدونو کې دې د افغانستان له خاورې دفاع وکړي.

د حکومت د رسنيو د مرکز سرپرست صفت الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حکومت او په تېره بيا ولسمشر تل د افغانستان د خلکو او خبريالانو له حقونو کلکه دفاع کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر به د امريکا متحدو ايالتونو ته د سفر پر مهال له امريکايي چارواکو سره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د افغانانو د نيولو او د بګرام زندان په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې ولسمشر حامد کرزى په راتلونکي جنورۍ مياشت کې امريکا ته سفر وکړي.

د ساپي په وينا، د ابراهيمي د قضيې د څېړلو لپاره به هم په نږدې راتلونکي کې کمېسيون وټاکل شي.