منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان د ښځو چارو رياست ودانۍ جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۱ کتنې

ترینکوټ ) پژواک ۲۸ لیندۍ ۹۱ ( : د اروزګان ولايت کې د ښځو چارو رياست ودانې نن د( ليندۍ په ٢٨مه ) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ددغې ودانۍ د پرانېستلو په مراسمو کې د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده وويل، چې د يادي ودانۍ د جوړيدو چارې شاوخوا شپږ مپاشتي مخکې پيل شوې وې.

دده په خبره ، پردغې ودانۍ ۱۴ میليونه او ۹ سوه زره افغانی لګښت راغلی ، چی د ښځو چارو وزارت لخوا ورکول شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د ښځو چارو رياست نوې ودانۍ ، په دوو پوړوکې جوړه شوې او ۱۴ اداري خونې د کنفرانس تالا، پخلنځی او د محافیظینو لپاره دوه خونې لري .

والي وايي، په پام کې ده ، چې په دغه ولايت کې د هغو رياستونو لپاره هم نوې ودانۍ جوړې کړي ، چې دا مهال ودانۍ نلري.

 د اروزګان د ښځو چارو رييسې رڼا سميع وفا وويل، چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره به يې ستونزې راکمې شي.

د رڼا په خبره، له دي مخکې يې په يوه کرايي کور کې د رياست چارې پرمخ بيولې او له زياتو ستونزو سره مخ وه.

د یادولو ده، چې دامهال په اروزګان ولایت کې درې رياستونه ودانۍ نلري او په کرايي کورنو کې اداري چارې پرمخ  بيايي.