منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست کې د سوداګرۍ امريت لپاره د نوې ودانۍ کار پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

خوست ښار (پژواک ٢ مرغومى ٩١): په خوست کې د سوداګرۍ او صنايعو امريت لپاره د شاوخوا ١٨ ميليونه افغانيو په ارزښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه ودانۍ د بنسټ ډبره نن (د مرغومې ٢ مه) د خوست ښار لويديځ ته په اداري کمپلېکس کې د خوست سرپرست والي عبدالواحد پټان له لوري د مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو  امر سيدشاه ګل وياړ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ د اړونده وزارت د پرمختيايي بودېجې په مرسته جوړيږي.

د هغه په وينا، په ياده ودانۍ څه د پاسه ١٨ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې ۲۸ خونې به ولري او په دوه پوړونو کې به په پاخه او اساسي توګه جوړيږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ودانۍ چارې په يو کال کې سرته رسيږي او پر بشپړيدو سره به يې د دوى د ځای د نشتوالي ستونزه هواره شي.

د خوست سرپرست والي عبدالواحد پټان بيا وويل، چې په وروستيو کې په خوست کې د بيارغونې بهير ګړندی شوى، چې يوه ښه بېلګه يې د دغه ودانۍ د جوړيدو پيل دى.

د ده په خبره، دا مهال د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت د بيارغونې پروژې روانې دي، چې پر بشپړيدو به يې د دغه ولايت اوسنۍ بڼه بدله شي.

پټان په خوست کې له ساختماني شرکتونو څخه وغوښتل، چې د ټولو پروژو کارونه په ښه کيفيت سره ترسره کړي، چې د خلاف په صورت کې به ولايتي ادارې ته د منلو وړ نه وي.