فيض اباد (پژواک ٨ مرغومى٩١): د بدخشان په نوسي ولسوالۍ کې د تورې ټوخلې او سينه بغل ناروغيو له امله ١٢ کوچنيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ تېره ورځ ماښام پژواک اژانس ته وويل، چې په مړه شوو کوچنيانو کې له شپږ مياشتنيو تر څلور کلنيو پورې وو، چې تېره ورځ د يادو ناروغيو له امله د نوسي ولسوالۍ په شورا کلي کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هغه په وينا، د بدخشان د مرکز فيض اباد او نوسي ولسوالۍ ترمنځ غځيدلې لاره د وروستيو سختو اورښتونو له امله تړل شوې او د بدخشان د عامې روغتيا د کتلوي معافيت او ساري نارغيو برخې کارمندان نن د تاجکستان له لارې دغې ولسوالۍ ته لاړل او په کافي اندازه درمل يې هم ولېږدول.
نوموړي زياته کړه، چې ٣٥٠ نور کوچنيان هم په دغه ولسوالۍ کې د يادو ناروغيو تر ګواښ لاندې دي او هغه درمل ، چې لېږدول شوي دي، ورته بسنه نه کوي.
راسخ وويل، چې دوى له عامې روغتيا وزارت څخه غوښتي، چې د هوا له لارې نوسي ولسوالۍ ته درمل ولېږدوي، چې تر ګواښ لاندې کوچنيانو درملنه وشي او دغه راز که دغه ناروغۍ ګاونډيو ولسواليو ته وغځيږي هم له همدغو درملو يې بايد درملنه وشي.
د ده په خبره، د بدخشان له مرکز سره د نوسي په ګډون د هغو ١٢ ولسواليو لارې تړل شوې دي، چې له ګاونډي هېواد تاجکستان سره پر پوله پرتې دي.
د يادونې ده، چې تېر کال د سلواغې په مياشت کې هم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې ١٠ ماشومانو د سينه بغل ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى و.