کندهار (پژواک، ١٦ مرغومى ٩١): د ولسمشر په فرمان او د کندهار ولايت د سولې د ولايتي کمېټې په ګډو هڅو له بګرام زندان څخه ١٢٩تنه بنديان، چې د سوېلي ولايتونو اوسېدونکي دي، خوشې شول.
د بګرام زندان مشر بريدجنرال محمديار بارکزي، چې له بنديانو سره يوځاى يې کندهار ته سفر کړى و، د بنديانو د خوشې کولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان په بېلابېلو وختونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په شپنيو عملياتو کې له وسلوالو مخالفينو سره د اړيکو په تور نيول شوي وو.
هغه زياته کړه، په خوشې شويو بنديانو کې ٩٩ تنه د کندهار، ١٧ تنه د زابل او ١٣ نور د اروزګان ولايت اوسېدونکي دي.
د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې د هېواد په کچه په ورته توګه ١٢٥٦ تنه زندانيان خوشې شوي او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
بارکزي خبر ورکړ، چې تر راتلونکې مياشتې پورې به په ټول هېواد کې همدومره شمېر نور بنديان هم خوشې شي.
له بګرام زندان څخه د سوېلي زون راخوشې شوي بنديان وايي، چې بهرنيو ځواکونو له کوم جرم پرته زنداني کړي وو او هغوى له طالبانو سره هېڅ راز اړيکې نه لرلې.
ډېرو بنديانو شکايت کاوه، چې د بند پر مهال سخت وهل شوي او په شپو شپو خوب ته نه دي پرېښودل شوي.
د کندهار ښار د لويې ويالې اوسېدونکي محمدزمان، چې د بګرام له زندانه خوشې شوى، وايي، دوه کاله مخکې بهرنيو ځواکونو د هغه پر کور د شپې له خوا چاپه وهلې وه او هغه يې له ځان سره وړى و.
ده وويل: ((شپه وه، زه په خپل کور کې له خپلو ماشومانو سره يو ځاى ويده وم، چې ناڅاپه کور ته بهرنيان راننوتل، سترګې يې راوتړلې او له ځان سره يې يوړم.))
دى وايي، پوره دوه کلونه يې په بګرام زندان کې تېرې کړي او په زندان کې ورسره ډېر ناوړه چلند شوى دى.
د خوشې شوو له ډلې د زابل يوه اوسېدنکي عبدالصمد پژواک ته وويل، هغه هم له وسلوالو سره هېڅ اړيکه نه لرله، د ماين پاکۍ له موسسې سره يې کار کاوه، خو بيا هم بهرنيو ځواکونو د هغه پر کور چاپه ووهله او بندي کړى يې و.
نوموړي دا هم وويل، چې بګرام زندان تش په نوم افغانانو ته سپارل شوى او افغان ځواکونو هلته هېڅ واک نه درلود.
نوموړي هم شکايت وکړ، چې په دغه زندان کې سخت وهل شوى او شکنجې ورکړل شوې دي.
خو ده له ولسمشر او نورو چارواکو مننه وکړه، چې هغوى خوشې يې کړ او بېرته له خپلې کورنۍ سره يوځاى شو.
په کندهار کې د سولې د ولايتي شورا چارواکي وايي، تر دې مهاله ورته د ٣٠٠ تنو عريضې سپارل شوي، چې په کې خلکو د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دوې اونۍ وړاندې هم په ورته توګه له بګرام زندان څخه ٨٦ تنه د کندهار، ١٦ د زابل، ٣٣ تنه د هلمند او يو د اروزګان اوسېدونکى خوشې شوي وو.
د بګرام زندان چارواکي وايي، دغه پروسه دوام لري او په نږدې وخت کې به ٦٨٠ تنه نور بنديان هم خوشې شي.









