کابل (پژواک ۱۹ مرغومى ۹۱): په داسې حال کې چې يو شمېر کابل ښاريان د کرېډېټ د چټکې لېږدونې ماشينونو د زياتوالي غوښتنه کوي، چارواکي وايي، چې تر دوو راتلونکو کلونو پورې به دغه سيستم په ټول هېواد کې فعال شي، څو خلک وکولای شي د اوبو او برېښنا صرفيه هم له دې لارې واستوي.
د کرېډېټ د چټکې استونې خدمتونه (کياسک) د مريخ په نوم د ټکنالوجۍ شرکت په دوه ميليونه لومړۍ پانګونه د روان کال په پيل کې په کابل کې په فعاليت پيل کړی او په دې وروستيو کې يې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ دا ډول ماشينونه نصب کړي دي.
له دغه ماشين نه د کرېډېټ ډېرولو طريقه په دې ډول ده، چې لومړۍ د دغه ماشين په ځانګړي ځای کې د پيسو له اخلولو وروسته د مبايل شمېره زياتېږي او د پېرونکي په مبايل کې په اتوماتيک ډول کرېډېټ زياتېږي او د پخلي لپاره يو کاغذي بېل هم ترلاسه کوي.
دغه ماشينونه، چې له ګڼې ګوڼې په ډکو ساحو کې نصب شوي، کابل ښاريان يې له نصبېدو خوښي څرګندوي، خو غواړي، چې د ښار نورو برخو او ولايتونو کې دې هم دا ډول اسانتياوې رامنځته شي.
د کابل ښار د مکروريانو اوسېدونکی حفيظ الله، چې له دغه ماشين څخه په کرېډټ زياتولو بوخت و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماشين د خلکو لپاره ګڼې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
هغه زياته کړه: “پخوا به مې کاغذي کارتونه اخيستل او کرېډېټ به مو زياتول، چې دغه کار به زيات وخت نيوه، خو اوس کولای شم، هر وخت بې له دې چې زيات وخت مو ولګېږي، په چټک ډول په خپل مبايل کې کرېډټ زيات کړم.”
حفيظ الله زياته کړه، چې د دغو ماشينونو نصبېدل د ښار په پاکۍ کې هم مهم رول لري او کولای شي تر يوې برخې د ښار د چټلۍ مخه ونيسي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې د دې ډول ماشينونو په ساتلو کې دې هڅه وکړي، د ماشومانو له ويجاړۍ يې وژغوري، څو هېواد مو د نورو هېوادونو غوندې پرمختګ وکړي.
د خيرخانې مېنې يوه هټۍ وال تواب وويل، هر کله چې وخت ناوخت يې کرېډټ په کار شي، نو له دغه ماشين څخه کار اخلي.
نوموړي زياته کړه: “څه وخت وړاندې نيمه شپه راته چېرې د زنګ وهلو اړتيا پېښه شوه، خو چې کتل مې په مبايل کې کرېډټ نه لرم، له کور نه ووتم، ټولې هټۍ تړلې وې، خو له نېکه مرغه چې په کوڅه کې مو يو همداسې ماشين نصب شوی دی، له هغه نه مې کار واخيست او کرېډټ مې تر لاسه کړل.”
خو دغه بدلون د کارت پلورونکو پر بازار منفي اغېز کړی او يو شمېر يې وايي، چې د دغو ماشينونو په نصب سره د دوی په کار کې له ۳۰ نه تر څلوېښت سلنې کموالی راغلی.
د کابل په نوي ښار کې د کارتونو پلورونکی فهيم په دې اړه وويل: “سره له دې چې د دغو ماشينونو نصب زموږ په کار منفي اغېز کړی، خو بيا هم دا د خلکو لپاره يوه ښه اسانتيا ده او زه هم ترې خوشحاله يم.”
هغه زياته کړه، چې که چېرې هېواد په هره برخه کې د نورو هېوادونو غوندې په دوديزه ټکنالوجۍ سمبال شي، نو ګټه يې خلکو ته رسېږي او هېواد پرمختګ کوي.
يوه بل کارت پلورونکي غلام حبيب هم په خوښۍ سره وويل، سره له دې چې زموږ په پلور کې ورسره له ۳۰ نه تر ۴۰ سلنې کمښت راغلی، خو د دغو ماشينونو نصب د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي او بايد په هرځای کې نصب شي.
د دغو ماشينونو د شرکت يوه مسوول عبدالشکور پژواک ته وويل، چې خلک کولای شي له دغه ماشينونو په بريښناني او چټک ډول په خپلو مبايلونو کې کرېډټ زيات کړي.
هغه زياته کړه، چې دا مهال دغه ماشينونه يواځې په کابل کې د ۲۴ ساعتونو لپاره فعال دي، خو په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې ټول ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي.
هغه زياته کړه، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د کابل ښاريان وکولای شي، چې د دغو ماشينونو له لارې د برق او اوبو صرفيه هم په الکترونيکي ډول وسپاري او خلکو ته د لا نورو زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره به په نږدې راتلونکي کې د پيسو د لېږد او الوتکو د ټکټ چارې هم د همدغو ماشينونو له لارې فعالې شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې مرستيال خير محمدفيضي وويل، چې د دغو ماشينو نصب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې يو بل پرمختګ دی، چې خلکو ته يې زياتې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
هغه زياته کړه، چې دغه ماشينونه د ټکنالوجۍ د يوه افغاني شرکت له خوا نصب شوي، چې د ټکنالوجۍ د پرمختګ ترڅنګ يې د پانګونې زمينه هم مساعده کړې ده.
هغه هم وويل، چې په نږدې راتلونکي کې به دا ډول ماشينونه د همدغه شرکت له خوا په ولايتونو کې هم نصب شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تازه شمېرې څرګندوي، چې دا مهال په ټول هېواد کې د اتلس ميليونو په شاوخوا کې کسان مبايل کاروي او په پام کې ده، چې په راتلونکو درېيو کلونو کې ټول هېواد تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.
د ويلو ده، چې دا مهال په هېواد کې د څلورو خصوصي مخابراتي شرکتونو او افغان ټېلی کام دولتي مخابراتي شرکت تر څنګ له څلوېښتو زيات انترنټي شرکتونه فعاليت لري.
د مخابراتو وزارت په وينا، په وروستيو څو کلونو کې مخابراتي سکتور په هېواد کې د پام وړ پرمختګ کړی او دا يواځېنى سکتور دی، چې په کې تر دوو ميلياردو ډالرو پانګونه شوې ده.










