کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩١): ايساف وايي، چې د ميدان وردګو ولايت عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي او دوى هېڅ بمبار هلته نه دى کړى.
دغه عمليات، چې تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ د تنګي درې د حسن خېلو په سيمه کې پيل شوي وو، نن سهار پاى ته رسېدلي دي.
د تنګي درې اوسېدونکو ادعا کړې، چې د ايساف په دغو عملياتو کې ١٤ عام وګړي وژل شوي، خو د ولايت مقام وايي، چې په يادو عملياتو کې څلور وسلوال او اوه ملکي وګړي وژل شوي دي، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي او ايساف يواځې ملاتړى رول درلود.
سرچينې زياته کړې، چې دغه عملياتو په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو د خوځښتونو او شتون له منځه وړو په موخه په لاره اچول شوي وو.
ايساف وايي، چې تر عملياتو وروسته په سيمه کې د وسلو او مهماتو يوه زېرمه هم کشف شوې، چې ګډو ځواکونو له منځه وړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې څلور وسلوال او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي دي.
ايساف هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګواکې د دغو عملياتو پر مهال له هوايي ځواک څخه مرسته اخيستل شوې او بمبار شوى دى.
ايساف وايي، چې دوى د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د وژنو په اړه شوې ادعاوې جدي نيولې او په اړه يې له افغان مسوولينو سره په ګډه څېړنې پيل کړې دي.
د ميدان وردګو ولايت د مقام له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د عملياتو پر مهال د حسن خېلو په سيمه کې وسلوالو مخالفينو پر ګډو ځواکونو بريد وکړ، چې په ځوابي بريد کې يې څلور تنه ووژل شول او د تيمورخېلو په سيمه کې د صديق الله په نوم يو وسلوال ژوندى ونيول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوي وسلوال په يوه جومات کې پټ او ځانمرګي واسکټونه يې هم اغوستي وو، چې په چاودنه کې يې ياد جومات هم زيانمن شوى دى.
سرچينه زياتوي، کله چې د سيمې خلک نن سهار شپږ بجې په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو په را ايستو بوخت وو، دويمه چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي او يو ټپي دى.










