کندهارښار (پژواک ٢٤مرغومى٩١): د کندهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د يو شمېر روغتيايي مرستندويه ادارو په مرسته يې داسې پلان جوړ کړى، چې له مخې به يې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې د پوليو د پېښو کچه صفر شي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس، په سوېلي زون کې د روغتيا د نړيوال سازمان او د يونيسف د سوېلي زون مسوولينو، نن مازيګر د کندهار له والي سره وليدل.
د ټول هېواد په کچه د يونيسف ادارې له لوري د پوليو د له منځه وړلو د ډلګۍ مشرې کارمين ګاريګوس وويل، له جوړ شوي پلان سره سم به د کندهار شپږ او د هلمند پنځه ولسوالۍ، چې د پوليو پېښې په کې ليدل شوي، له دغه ويروس څخه خلاص شي.
هغې زياته کړه، په دغه پلان کې تر ډېره د اعلاناتو او تبليغاتو پر زياتوالي تمرکز کېږي او د ولسواليو مشران او خپله ولسوالان به له هغو ګروپونو سره، چې تازه تازه د خلکو د پوهاوي لپاره جوړ شوي، په ګډه کار کوي، چې خلکو ته په ښه توګه د دې ناروغۍ د زيانونو په اړه معلومات ورکړي.
دا وايي، د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره پرله پسې کار کېږي، چې په پايله کې به په شپږو مياشتو کې دننه د ګوزڼ پېښې ډېرې راکمې شي.
د هغې په خبره، په کندهار کې په دې وروستيو کې روغتيايي کارکوونکو خورا زيات کار کړى او اوس د هغو ٦٠زره ماشومانو شمېر، چې تېر وختونه له واکسين څخه پاتې کېدل، تر ١٥زره را ټيټ شوى دى.
تر دې وړاندې چارواکو ويلي وو، که څه هم د تېر کال په پرتله په سوېلي حوزه کې د فلج يا ګوزڼ د پېښو کچه ټيټه شوې، خو بيا هم په دغو ولايتونو کې نږدې دوه سوه زره ماشومان له واکسين څخه بې برخې شوي دي.
په تېر ٢٠١٢ کال کې په سوېلي ولايتونو کې د ګوزڼ ٦٢ پېښي ثبت شوې وې، چې ٣٥ يې يواځې په کندهار کې وې، خو سږ کال د حوزې په کچه دغه شمېره ټيټه شوې ده.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا بيا د ښځو او ديني عالمانو پر ونډې ټينګار کاوه او ويې ويل، چې دغه دوې ډلې د پوليو په مخنيوي کې ډېر څه کولى شي.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د پلانونو پر پلي کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د پلانونو په برخه کې هېڅ وخت ستونزه موجوده نه وه، يواځينۍ ستونزه د سرچينو کمښت دى، چې بايد يونيسف او نورې مرستندويې ادارې ورته پاملرنه ډېره کړي.









