کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩١): له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې او يو شمېر خبريالانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د دې وزارت مخامخ سړک د ((بيان ازادي)) په نوم ونومول شي، خو وزير دا کار ناشونى بولي.
يو شمېر خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو، نن (د مرغومي ٢٥مه) د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته په مخامخ سړک کې يوه لوحه، چې ((بيان ازادي)) پرې ليکل شوې، نصب کړه.
له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر نجيب خلوتګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کار يې د خبريالانو او د دې ادارې د غوښتنې پربنسټ ترسره کړى دى.
ده زياته کړه، د هغوى غوښتنه دا وه چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت مخامخ سړک، چې له پل باغ عمومي څلورلارې پيل او تر زېرزميني څلورلارې پورې دوام لري، د ((بيان ازادي)) په نوم دې ونومول شي.
دى وايي، يوه مياشت وړاندې يې د اطلاعاتو او کولتور وزارت او د کابل ښار د سړکونو نومونې کمېسيون څخه په رسمي توګه غوښتي و، چې دا کار ترسره کړي، خو پلى يې نه کړ.
نوموړي د اطلاعاتو او کولتور وزارت له چارواکو وغوښتل، چې د رسنيو د کارکوونکو له دې حرکت څخه ملاتړ وکړي او ياد شوى سړک له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ د ((بيان ازادي)) په نوم ونوموي.
د ده په وينا، دا چې ډېر سړکونه د اشخاصو او تاريخي ورځو په نوم نومول شوي، نو هغو خبريالانو ته چې د بيان ازادۍ په لاره کې يې خپل ځانونه له لاسه ورکړي، د قدردانۍ په توګه ياده غوښتنه پلې کړي.
د نى ادارې له لوري تېر کال د خبريالانو او رسنيو په وړاندې د تاوتريخوالي اتيا پېښې ثبت شوي، چې د وړم کال (٢٠١١) په پرتله ٣٨ سلنه زياتوالي ښيي، چې ډېرى يې د دولت له لوري ترسره شوې دي.
دغه راز په تېرو څو کلونو کې يو شمېر خبريالانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى، خو سږ کال د خبريالانو په وړاندې دتاوتريخوالو د پېښو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.
خو د اطلاعاتو او کولتور وزير سيدمخدوم رهين وايي، د ((بيان ازادي)) په نوم د ياد سړک نومول ناشونى دى.
هغه له پژواک سره د خبرو پرمهال وويل: ((د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته مخامخ سړک له نيمې پېړۍ راهيسې د يوه ستر مجاهد محمدجان خان وردګ په نوم نومول شوى او نوم يې نه شي بدلېداى.))
خو د ده په وينا، د کابل ښار د سړکونو د نومونې کمېسيون په نظر کې لري، څلور سړکونه، چې له ديموکراسي، بيان ازادي، مطبوعات او قانون اساسي څخه عبارت دي، په نويو نومونو ونوموي.
نوموړي دا ونه ويل، چې کوم سړکونه به په يادو نومونو ونومول شي، خو زياته يې کړه، ځايونه يې مشخص دي او د لوحو تر ليکلو وروسته به هغه په خپلو ځايونو کې نصب شي.
د يادونې ده، چې ياد کمېسيون مشري هم په خپله د اطلاعاتو او کولتور وزير په غاړه لري.










