کندهارښار (پژواک،٢٧مرغومى٩١): په کندهار ښار کې د يوې بهرنۍ موسسې په مرسته يو نوى زېږنتون جوړ شو، چې نورمال او عادي ولادتونه به په کې کېږي.
د عينو مېنې په نوم دغه زېږنتون د ښار په زړه کې د عامې روغتيا رياست ترڅنګ جوړ شوى دى.
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي، د زېږنتون لپاره د کورډايډ په نوم هالنډي موسسې ٣٦٥٠٠ يورو ورکړي وو، چې د ودانۍ د جوړېدو ترڅنګ پرې د دغه زېږنتون د راتلونکو درېيو کلونو مالي چارې هم سمبالوي.
هغه زياته کړه، د دغه زېږنتون پر جوړېدو څو مياشتې کار روان و، چې شپږ ولادي مېزونه، لس بسترونه او په زياته اندازه بېلابېل درمل ورته برابر شوي دي.
د ده په خبره، په دې زېږنتون کې دا مهال ١٨ تنه کار کوي، چې له ډلې يې نهه تنې قابله ګانې دي.
ډاکټر پخلا وايي، په دغه زېږنتون کې به نورمال او عادي ولادتونه کېږي، خو د شديدو ولادي ناروغانو درملنه به د پخوا په څېر په ميرويس روغتون کې کېږي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د عامې روغتيا رياست د دغه تازه ګام ستاينه کوي او وايي، چې د دغه ولايت د يو ميليون وګړو لپاره يواځې د ميرويس روغتون ولادي او نسايي څانګه بـسنه نه کوي.









