منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په کونړ کې دوه ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل وسوځول شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

اسعداباد ( پژواک ٢٨ مرغومى ٩١ ) : د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې دوه ټنه تاريخ تېر درمل او بې کيفيته درمل وسوځول شول.

ددې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر اسدالله فضلي د مرغومي په ٢٨مه،ددې درملو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه درمل او يوه اندازه مشروبات له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د يوه ګډ پلاوي لخوا راټول شوي وو.

هغه زياته کړه ، چې په دې پلاوي کې د عامې روغتيا، ښاروالۍ، امنيه قوماندانۍ ، څارنوالۍ او د ملي امنيت استازي شامل وو.

د نوموړي په وينا، ياد کمېسيون د ولايت د مرکز او ولسواليو له کلينيکونو او درملتونونو څخه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل راټول کړي وو.

ډاکټر فضلي وويل ، چې ياد توکي يې نن په ښار کې په عام محضر او د ياد کمېسيون په وړاندې وسوځول .

هغه زياته کړه، له دې وروسته ، چې له هر درملتون څخه بې کيفيته او يا تاريخ تير درمل ترلاسه  شي، نو مسوول به يې د قانون منګولو ته وسپارل شي .

د اسعداباد د يوه شخصي درملتون خاوند، مالک شينکي د عامې روغتيا رياست ددغه اقدام هرکلى وکړ او زياته يې کړه ، چې دوى ورسره هر ډول همکاري کوي.

ددې ولايت اوسېدونکي هم د دغه کار ستاينه کوي.

د اسعد اباد ښار يو تن اوسېدونکي فضل الله پژواک اژانس ته وويل ، چې ډېرى مهال درملتونونه پر خلکو بې کيفيته درمل پلوري، چې له امله يې خلکو ته ډېرې ناروغۍ پيدا شوې دي.