منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان د نوې سراب ولسوالۍ اوسېدونکو د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

 ترينکوټ ( پژواک ٢ سلواغه ٩١ ) : د اروزګان د نوې جوړې شوې ولسوالۍ  سراب اوسېدونکو له دولت څخه پوره ملاتړڅرګند او دافغان ملي ځواکونو د مجهز کولو غوښتونکي شول.

  د اروزګان د والي وياند عبدالله همت دسلواغې په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې والي امير محمد اخندزاده او په مشرانو جرګه کې دخلکو استازو سناتور امان الله عظيمي او هيله اڅکزۍ د سيمه ييزې ادارې له يو شمېر مسوولينو سره پرون سراب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

 هغه زياته کړه ، چې د دې ولسوالۍ سلګونو قومي مشرانو والي او راغلي پلاوي سره د غونډې پر مهال په خپلو خبروکې د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې بيان  او زياته يې کړه چې د سړکونو، ښوونځيواو روغتيايې مرکزونو نشتوالی هغه لويې ستونزې دي، چې دامهال يې د ولسوالۍ اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.

 د حاجي امين الله په نامه يوه قومي مشر غوښتنه وکړه ،ياده ولسوالي چې تردې مهاله غير رسمي ده بايد رسمي شي.

 د غونډې ګډونوالو په يو غږ له دولت سره د پوره ملاتړ ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی به هېچاته اجازه ورنکړي، چې د دوی د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

.دغه راز قومي مشران له مرکزي ادارې څخه د افغان ملي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي پوليسو د تجهيز غوښتونکي شول.

  د ارزګان والي اميرمحمد اخندزاده د ويناپرمهال له امنيتي ارګانونو سره د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو د مرستو مننه وکړه  او زياته يې کړه ، چې دامهال يې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو په هغو ولسواليو کې چې په تېرو يوولسو کلونو کې د بيارغونې له بهير څخه وروسته پاتې وې پکې د بيارغونې هراړخيزې چارې پيل کړي.

 نوموړي دغه راز د يادې ولسوالۍ خلکو ته زيرى ورکړ ، چې په راتلونکي کال کې يې د دوی د بيارغونې برخې ته زياته بوديجه په پام کې نېولې ده .

 ددې غونډې په پاى کې د دې نوې ولسوالۍ لپاره د ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.