ژبه

چاريکارو کې د چت لوېدو پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چاريکار (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د پروان په مرکز چاريکارو کې د خونې د چت رالوېدو له امله د يوې کورنۍ دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې نور ټپيان شول.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٧ بجې د پروان د مرکز چاريکارو د لومړۍ حوزې اړوند د “پول لشمک ” په سيمه کې د دوو ورځو پرله پسې اورښتونو له امله د مستري فضل احمد په کور کې رامنځته شوه.

د فضل احمد ورور خان اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د فضل احمد ١٨ کلنه لور او پنځه کلن زوى مړه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د فضل احمد ښځه او دوه زامن ، چې يو يې درې او بل يې شپږ کلن دى، ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې د پېښې ټپيان او مړي د ګاونډيانو په مرسته له خاورو را وايستل شول او ټپيان يې په چاريکارو کې ملکي روغتون ته وړي دي.

د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د چاريکار د لومړۍ حوزې امر سمونمل عبدالرقيب وويل، چې امنيتي ځواکونه هم د مرستې لپاره د پېښې ځاى ته ورغلي وو او روغتون ته يې د ټپيانو په لېږد کې هم مرسته وکړه.

د تېر پسرلي په اورښتنو کې د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په عشق اباد سيمه کې هم د يوې خونې د نړېدو له امله د يوې کورنۍ درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپيان شوي وو.

ورته موضوع