منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغان – ترک روغتون ډاکټرانو خپل اعتصاب پاى ته ورساوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

ميمنه (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): د فارياب د مرکز ميمنې ښار د افغان- ترک روغتون ډاکټرانو هغه مهال خپل اعتصاب پاى ته ورساوه، چې کله د پېښې عامل پوليس ونيول شو.

د روغتون چارواکو پرون ويلي وو، وړمه شپه د پوليسو په جامو کې وسلوال کسان، په احساساتي ډول داخله سرويس ته دننه شول او يو ډاکټر يې په مرګ وګواښه.

د هغوى په وينا، په داسې حال کې چې دوى د جراحۍ په سرويس کې ناروغ درلود او په داخله ډاکټر پورې يې تړاو هم نه درلود، خو داخله ډاکټر هلته ولاړ او د هغوى ناروغ يې معاينه کړ.

ډاکټرانو ويلي وو، چې دغه ناوړې کړنې څو ځلې تکرار شوې او ګواښ يې کړى و، چې تر هغه وخته به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، څو ياد ګواښونه له منځه نه وي تللي.

دغه اعتصاب پرون سهار پيل شوى و او تېر ماښام پاى ته ورسېد.

خو د فارياب والي محمدالله بتاش نن پژواک خبري اژانس ته وويل، د ډاکټرانو او ناروغ لرونکي پوليس ترمنځ د ګواښلو پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې، پېښه څېړل شوې او پوليس تر پوښتنو لاندې دى.

هغه زياته کړه: ((چارواکو ته مې دنده سپارلې، چې له دې وروسته بايد هېڅوک له وسلې او رينجر موټر سره روغتون ته دننه نه شي او له بېځايه چيغو او شور څخه، چې د ناروغانو د ځورلو او ډاکټرانو د کاري مزاحمت لامل کېږي، مخنيوى وشي.))

د ميمنې ښار د افغان – ترک روغتون همغږى (کوارديناتور) ډاکټر سيد قاسم پارسا وويل، په هغې ناسته کې، چې د فارياب د طبي ټولنې له استازو سره تر شوه، د ولايت او امنيتي چارواکو ژمنه وکړه، چې د ډاکټرانو قانوني غوښتنې بايد پرځاى شي، له همدې امله ټولو ډاکټرانو خپل اعتصاب پاى ته رسولى دى.

خو ډاکټر پارسا ګواښ وکړ، که چېرې د دوى غوښتنې ونه منل شي، نو د ډاکټرانو مشروع غوښتنو ته به نورې سوله ييزې لارې چارې ولټوي.

د ويلو ده، چې پرون د ناروغانو پايوازانو هم د افغان- ترک روغتون ډاکټرانو د اعتصاب په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي و، که چېرې دغه اعتصاب دوام ومومي نو ناروغان به يې له ستونزو سره مخ شي.

د افغان-ترک روغتون له تېرو نهو کلونو راهيسې د ترکيې د ټيکا موسسې په مرسته سنبال او تمويليږي، تر سلو زيات بسترونه لري، چې د فارياب د مرکز ميمنې ترڅنګ د نورو ولسواليو خلک هم د درملنې لپاره ورته ور وړل کېږي.