منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۸ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار په درېيو ولسواليو کې روغتيايي اسانتياوې نه شته

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

 کندهار ( پژواک ١٨سلواغه ٩١ ) : د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې د دې ولايت په ٣ ولسواليو کې لا هم روغتيايي اسانتياوې نه شته، چې او سېدونکي يې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، چې نن د سلواغې په ١٨مه، يې د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې يوې خبري غونډې ته معلومات ورکول، وويل، هڅه کوي، د کندهار هغو ولسواليو ته هم روغتيايي خدمات ورسوي، چې دا مهال ترې بې برخې دي.

 هغه زياته کړه،د کندهار په غورک، رېګستان او ښوراوک ولسواليو کې لا هم روغتيايي اسانتياوې نه شته، چې اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 د نوموړي په وينا، د امنيتي او ځينو نورو ستونزو له امله نه دي توانېدلي، چې په دغو درېيو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

 غورک د کندهار هغه شمالي ولسوالۍ ده، چې تېر شپږ کلونه د طالبانو تر ولکې لاندې وه، خو څو مياشتې وړاندې د يو لړ عملياتو په پايله کې له وسله والو څخه پاکه شوه، دغه راز رېګستان او ښوراوک سرحدي ولسوالۍ دي، چې د لارې خرابوالى او اوږد واټن سبب شوى، چې دغو سيمو ته يې د روغتيايي او نورو خدماتو رسولو مخه نيولې ده.

 په هغو ولسواليو کې، چې روغتيايي اسانتياوې پکې نه شته، خپل ناروغان پاکستان ته بيايي او يا هم له ډېرو کړاوونو سره له کورنيو درملو کار اخلي.

 پخلا دا هم وويل، چې د دې تر څنګ په هغو لرې پرتو ولسواليو کې چې روغتيايي مرکزونه پکې شته، هم يو لړ ستونزې شته او خلکو ته په بشپړه توګه روغتيايي خدمات نه رسېږي.

 نوموړي زياته کړه، په دې برخه کې يې مرکزي ادارې ته وړانديزونه کړي او له هغوى څخه يې غوښتي، چې د کندهار ټولو سيمو ته بايد روغتيايي اسانتياوې او خدمات ورسول شي.

 د عامې روغتيا رييس په کندهار کې د يوه څلور سوه بستريز روغتون د جوړولو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې په دې برخه کې يې لومړني کارونه بشپړ کړي دي.

 هغه زياته کړه، دغه روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې جوړېږي، چې ٤٠٠ بـستره به لري او ټولټال پرې ١٠ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې تر دې مهاله د مرکزي ادارې له خوا ورته ١،٥ ميليون ډالر ورکړل شوي دي.

 د نوموړي په وينا، د دغه روغتون له جوړېدو سره به نه يواځې د کندهار، بلکې د نږدې ولايتونو روغتيايي ستونزې هم تر ډېره بريده راکمې شي.

 پخلا په کندهار کې د مېندو او ماشومانو د روغتيايي وضعيت په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې دغلته د ښځينه روغتيايي کارکوونکو له روزنې سره دغه کچه ټيټه شوې ده.

 د ده په وينا، پخوا به په هر نيم ساعت کې يوې مور د ماشوم د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس په هرو دووساعتونو کې يوه مور د ماشوم د زېږون پر مهال مري، خو هڅه يې دا ده، چې دغه کچه نوره هم راټيټه کړي.

 دى وايي، په تېرو لسو کلونو کې د کندهار په زياتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول او د ښځينه نرسانو او قابله ګانو روزنه هغه څه دي، چې دلته يې نسبتاً روغتيايي وضعه ښه کړې ده.

 د کندهار په کچه ٤٧ روغتيايي مرکزونه شتون لري، چې ورسره په خوا کې په کندهار ښار کې ګڼ شمېر خصوصي کتنځايونه او روغتيايي مرکزونه هم شتون لري، خو لا هم خلک وايي، چې که د روغتيايي مرکزونو شمېر زيات شوى، خو خدمات يې معياري نه دي.