منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په اسماعيل خېلو کې خلک د ولسوالۍ کلينيک ته نه ځي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

خوست ښار (پژواک ١٨ سلواغه ٩١): د خوست د اسماعيل خېلو ولسوالۍ خلک وايي، چې کلينيک يې په پوځي ځای کې دی او هېڅ ګټه ترې نه شي اخيستی.

د خوست ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس صديق الله پژواک اژانس ته وويل، چې روغتيايي مرکز يې د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ د ودانيو ترمنځ دی، چې خلک ترې هېڅ ګټه نه شي پورته کولی.

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې يوې همکارې موسسې ياد کلينيک ته د ولسوالۍ په دوه سوه مترۍ کې يو کور په کرايه ونيو، چې خلکو ترې ښه ګټه پورته کولای شوه.

نوموړي زياته کړه، چې اوس د هغه قرارداد نېټه پای ته رسيدلې او د کلينيک مسوولين اړ شول، چې بېرته همدغه پخواني ځای ته راشي.

صديق الله وايي: ((موږ له دولت څخه غواړو، چې کلينيک ته له ولسوالۍ لرې، په بل ځای کې نوې  ودانۍ جوړه کړي او د اوس لپاره دې هماغه کور بيا په کرايه  ورته ونيسي.))

د دغې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا يو بل غړي وزيرخان پژواک اژانس ته وويل،  له کله نه، چې يې کلينيک اوسني ځای ته رالېږدول شوی، هېڅوک نه حاضريږي، چې مراجعه ورته وکړي.

ده زياته کړه، اوس خلک اړ دي، چې خپل ناروغان د تڼيو ولسوالۍ او يا د خوست ښار ملکي روغتون ته يوسي.

د هغه په وينا، که په دغه ولسوالۍ کې شته روغتيايي مرکز ژر فعال نه شي، نو ډېری ناروغان به د مرګ تر پولې ورسيږی.

د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوال يونس ځدراڼ هم مني، چې د دغې ولسوالۍ اړوند کلينيک د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ د ودانيو په منځ کې دی.

هغه وايي، چې له همدې امله خلک او په تېره بيا ښځينه ناروغان نه شي کولی، چې دلته راشی او د ناروغيو درمنله وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه يې څو ځلې د خوست عامې روغتيا رياست ته رسمي خبر ورکړی، ناستې يې ورسره کړي؛ خو تراوسه يې په اړه څه نه دي کړي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر اميربادشاه منګل پژواک اژانس ته ومنله، چې په ياده ولسوالۍ کې يې کلينيک د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ترمنځ موقعيت لري، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، پخوا يوې همکارې موسسې د کلينيک لپاره کور په کرايه نيولى و، چې اوس يې کال پوره شوی او د بيا ځل لپاره بودېجه ورته نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې اوس هغه موسسه کرايه نه ورکوي، نو دوی اړ شول، چې هماغه پخواني ځای ته يې انتقال کړي.

منګل وايي، چې د خوست عامې روغتيا رياست دا مهال هېڅ امکانات په لاس کې نه لري، چې کلينيک له ياد ځای څخه بل ځای ته انتقال کړي او يا شخصي کور په کرايه ورته ونيسي.