کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩١): د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې نړيوال اسلامي پوهنتون جوړوي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو د دولسمې غونډې ګډونوالو، په افغانستان کی د يوه نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو وړانديز منظور کړى دى.
دغه سرمشريزه د فبروری په څلورمه او پنځمه د مصر په پلازمېنې قاهره کې جوړه شوې وه، چې ولسمشر حامد کرزي وينا هم په کې وکړه.
د سرچينې په وينا، د دې سرمشريزې د اعلاميې په يوه برخه کی راغلي: “موږ په افغانستان کې د يوه نړيوال اسلامی پوهنتون د جوړولو او د دې هدف لپاره د مالي امکاناتو برابرولو په لار کې د اسلامي پراختيايي بانک له هڅو ملاتړ او په هغه باندې ټينګار کوو.”
د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول په دې اړه ويلي، چې په افغانستان کې د نړيوال اسلامي پوهنتون جوړېدل، د ټول اسلامي امت او د اسلامي همکاريو له سازمان سره د افغانستان د پراخو او نږدې اړيکو او همکاريو يوه روښانه نښه ده.
ده زياته کړې: “د دې پوهنتون تاسيس د افغانستان د لوړو زده کړو په ډګر کې، چې په تېره يوه لسيزه کې يې بې ساری پرمختګ کړى، هم يو مثبت زېرى دی.”
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې نړيوال اسلامي پوهنتون کې به د نورو تحصيلي رشتو ترڅنګ د طب، انجنيرۍ او نورو معاصرو علومو تدريس ترسره کېږي.
هېره دې نه وي، چې په کابل کې د يوه ستر او مجهز اسلامي مرکز د جوړېدو کار هم، د سعودي عربستان د ٤٥ ميليونو ډالرو په مرسته په نږدې راتلونکي کې پيلېږي.
دغه مرکز “د ملک فهد د اسلامي مرکز او جومات” په نوم ياد شوى، چې د ٦٤ جريبه ځمکې په مساحت به د کابل په سوېل ختيځ کې د مرنجان په غونډۍ کې جوړ شي.










