کندهار(پژواک،٢٢سلواغه٩١): د کندهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په سوېلي حوزه کې به په دريو ورځو کې ١٣ سوه ٦٥ زره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
د عامې روغتيا مسوولينو د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا سره يو ځاى نن د سلواغې په ٢٢مه، د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې د واکسين کمپاين له ارغنداب ولسوالۍ څخه پيل کړ، چې پکې د سيمې مشرانو او سپين ږيرو هم برخه اخيستې وه.
د کندهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې د واکسيناسيون کمپاين به درې ورځې په بر کې ونيسي، چې د سوېلي حوزې په ټولو ولايتونو کې به پلى شي.
هغه زياته کړه، په دغه پړاو کې به د دغه زون ١٣ سوه ٦٥ زره هغه ماشومان واکسين شي، چې عمرونه يې تر پنځه کلنۍ ټيټ دي.
نوموړي وويل، چې تر دې مهاله د دغې حوزې په کچه د ماشومانو د پوليو ٢٤ پېښې ثبت شوې، چې ١١ يې په کندهار، ١١ يې په هلمند او ٢ يې په روزګان ولايتونو کې دي.
پخلا ټينګار وکړ، که د خلکو همکاري ورسره شي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به د پوليو پېښې يو مخ له منځه لاړې شي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د واکسيناسيون د پيل پر مهال د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي تر ماينونو هم خطرناکه وګڼله او ويې ويل، چې د ماين په چاودنه کې د ژوبل شوي وګړي درملنه اسانه ده، خو د ګوزڼ درملنه ناشونې ده.
د يادونې وړ ده، چې نن په ختيځو ولايتونو کې هم د ګوزڼ پر وړاندې د واکسين کمپاين پيل شو.