منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په غور کې پر هريرود سيند دوه پلونه جوړ شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

چغچران (پژواک ۲۲ سلواغه ۹۱): د غور په دولتيار ولسوالۍ کې دوه پلونه ګټې اخيستې ته وسپارل شول، چې ورسره به د دې ولسوالۍ د سوېل او شمال اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتياوې رامنځته شي.

د غور د کليو پراختيا رياست وايي، دغه پلونه، چې يو يې ۳۶ او بل ۲۱ متره اوږدوالی لري، پر هريرود سيند جوړ شوي دي.

د کليو پراختيا رييس انجنير محمدزلال وايي، چې دغه پلونه د کانکريټي وسپنې په بڼه د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت، چې د اړوند وزارت له خوا ورکړل شوی جوړ شوي او دا دى ګټې اخيستې ته وسپارل شول.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه پلونو په پرانيستو سره به د دولتيار ولسوالۍ د شمال او سوېل اوسېدونکو ستونزې حل او د ورځې به پرې سلګونه خلک تګ راتګ کوي.

د دولتيار خلک هم د دغه پلونو جوړېدل د ځان لپاره په ګټه بولي.

د دولتيار د شمال يو اوسېدونکی عبد الحفيظ وايي: ((هغه وخت چې پول نه و، په ځانګړي ډول د پسرلي په موسم کې، چې د سيند اوبه به زياتې وې، موږ لومړی د غور مرکز چغچران او بيا د دولتيار جنوب ته تلو، چې لسګونه کيلومتره لاره کېږي.))

هغه زياته کړه، چې دوی دغه لاره د موټر په شپږ ساعته مزله وهله، خو د دغه پول له برکته د دولتيار له شمال نه سوېل ته په دوو ساعتونو کې رسېږي.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي محمدامين وويل: ((د دغو پلونو په جوړېدو سره نه يواځې په تګ راتګ کې زموږ ستونزې حل شوې، بلکې کولای شو، چې خپل کرنيز محصولات هم بازار ته پر وخت ورسوو.))

هغه زياته کړه، چې د دولتيار اوسېدونکي په کرنه بوخت دي او وړاندې تر دې ورته بازار ته د کرنيزو محصولاتو رسول سخت و، خو اوس کولای شي خپل محصولات په کمه بيه او مناسب وخت بازار ته ورسوي.

د غور د کليو پراختيا رييس زياته کړه، چې خلک کولای شي د دغو دوو پلونو په جوړېدو سره د ياد ولايت د لعل او سرجنګ ولسوالۍ له لارې باميانو ولايت ته هم سفر وکړي.

د يادونې ده، چې تېر کال هم په شهرک ولسوالۍ کې د غور – هرات پر لويه لاره يو پول د هريرود پر سيند جوړ شو، چې د شهرک اوسېدونکو ته يې هرات ولايت ته په تګ راتګ کې اسانتياوې رامنځته کړې دي.