منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۷ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د يوه ساختماني شرکت نږدې دوه سوه تنه مسموم شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۲ کتنې

 کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩١): په کابل ښار کې د يوه ساختماني شرکت “وي اى سي سي” نږدې دوه سوه تنه کارکوونکي تېره شپه په غذايي تسمم اخته شوي، چې تراوسه يې د ډېرو درملنه شوې ده.

 دغه کسان د کابل ښار انتاني روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

 د انتاني روغتون مشر ډاکټر عبدالرحمن اکبري د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د “وي اى سي سي” ساختماني شرکت ١٩٦ تن مسموم شوي کسان د غذايي تسمم له امله دې روغتون ته وروړل شوي دي.

 ونکو امتياز ساختماني شرکت “وي اى سي سي”، د هېواد په کچه يو له هغو شرکتونو څخه دى، چې له تېرو يوولسو کلونو راهيسې تعميراتي پروژې پلې او ډيزاين کوي.

 اکبري زياته کړه، يادو کسانو ته تېره شپه (د ماخوستن اووه بجې) تر ډوډۍ خوړلو وروسته بطني دردونه، اسهال، زړه بدوالى او استفراق پيدا شوى وو.

 ده وويل چې د مسموم شويو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات نه لري، خو د هغوى پر جامو پر لګېدلو  کارتونو ((وي اى سي سي “VICC”)) کښل شوي دي.

 د هغه په وينا، ډېرى مسموم شوی کسان له لومړنيو درملنو وروسته رخصت شوي او ډېر کم شمېر تردې مهاله (د مازيګر څلور بجې) په روغتون کې بستر دي.

 خو ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.