منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د بره کي برک اوسېدونکو د بيارغونې پروژو د امنيت ساتلو ژمنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

پل علم ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکو او قومي مشرانو دولت ته ډاډ ورکړ، چې که په سيمه کې يې د بيارغونې پروژې پيل کړي، نو دوى به يې امنيت وساتي.

د بره کي برک خلکو دغه ژمنه او ډاډ د سلواغې په ٢٣مه، دغې ولسوالۍ ته د والي اقبال عزيزي او نورو امنيتي او ملکي چارواکو د سفر پر مهال وکړې.

ځايي اوسېدونکو ويل ، چې په تېرو لسو کلونو کې دا لومړى ځل دى ، چې والي او نور لوړ پوړي چارواکي دې ولايت ته سفر کوي   له ځايي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره غونډه کوي.

د بره کي برک ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر حاجي جان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې ددې ولسوالۍ د پنځه ګونو حوزو او لسګونو کليو قومي مشرانو، مخورو او اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه ، چې دولت په تېرو لسو کلونو کې دې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه ، نه ده کړې او نه يې پکې د پام وړ د  بيارغونې پروژې پلې کړې دي.

د نوموړي په وينا، دوى د ښوونې او روزنې، روغتيا او کرنې په برخه کې ډېرې ستونزې لري او له دولت څخه يې په دې برخه کې د زياتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

 جان اغا زياته کړه : (( له دې وروسته به موږ وسلوالو مخالفينو ته اجازه ورنکړو ، چې په دې سيمه کې د بيارغونې د پروژو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.))

د بره کي برک ولسوالۍ د پراختيايي شورا غړي حاجي وکيل غونډې ته وويل، چې په دې  ولسوالۍ کې معارف او روغتيا په ډېر بد حالت کې دي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي راغلي دولتي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې که هغوى په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې پروژې پيل کړي، نو دوى به يې امنيت وساتي.

د لوګر والي محمد اقبال عزيزي د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې د خلکو له همکارۍ پرته امنيت نه شي راتلى.

هغه له خلکو وغوښتل ،چې د امنيت په راوستلو کې د هېواد له ملي امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي، ځکه چې تر امنيت وروسته د بيارغونې پروژې په اسانه پلې کېداى شي .

نوموړي په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې، روغتيا او کرنې په برخو کې د  پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.

اقبال عزيزي دغه راز ددې ولسوالۍ د خلکو پخوانۍ غوښتنه هم ومنله او ژمنه يې وکړه، چې ددې ولسوالۍ د کړومبۍ د اوبند بند به هم جوړ کړي، چې له امله به يې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي .

والي ددې سفر پر مهال له هغې کورنۍ سره هم مرسته وکړه، چې درې غړي يې تېره مياشت د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي وو.

بره کي برک د لوګر ولايت د مرکز پل علم سوېل لوېديځ ته په ٢٠ کيلو مترۍ کې پرته ولسوالي ده ، چې ډېرى مهال ترې د نا امنيو راپورونه ورکول کېږي .