خوست ښار ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : په خوست ولايت کې د غلام خان بندر د ګمرکي تاسيساتو او د سرحدي پوليسو د کميسارۍ چارې پېل شوې.
دغه تاسيسات د ګربزو ولسوالۍ د غلام خان په سرحدي سيمه کې جوړېږي، چې د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، ځايي چارواکيو، قومي مشرانو او سرحدي ځواکونو برخه اخيستې وه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل ، چې د غلام خان بندر د ګمرکي تاسيساتو او سرحدي پوليسو د کميسارۍ دواړه پروژې، چې په عصر ډول به جوړې شي پنځه ميليونه ډالره لګښت راځي ، چې د امريکا هيواد له خوا ورکول کيږي.
هغه زياته کړه ، چې جوړيدونکې ودانۍ به ټول هغه امکانات ولري ، چې ترانزيټي لارې ته پکار وي.
د نعيمي په خبره ، چې ددې پروژو دکار له پيلېدو سره به د سيمې سلګونو کسانو ته د کار زمينه پيدا او د خلکو اقتصاد به ورسره پياوړى شي .
خو نوموړي له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې ددغې لارې د ترانزيټ کيدو لپاره څومره ژر چې کيږي ،ګامونه پورته کړي.
په سوېل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان عبدالحي اطرافي وويل ، چې ځواکونه يې په ټوله مانا دې ته تيار دي، چې ددغو لويو پروژو چې په دې زون کې ميشتو خلکو ته حياتي ارزښت لري، ساتنه وکړي.
ده زياته کړه : (( موږ به د خلکو په همکارۍ په ټول قوت سره ددې هڅه وکړو، چې د کارونو پر وړاندې يې څوک خنډ واقع نشي.))
د خوست ځايي اوسېدونکي وايي، چې غلام خان بندر ته د تاسيساتو جوړيدل د خوست او افغانستان په ګټه دي .
دوى زياتوي، چې له دې سره به خوست په يو لوی سوداګريز مرکز بدل او بې روزګاره ځوانانو ته به د کار کولو زمينه برابره شي،تر ډير بريده به د پولې دواړه غاړو ته ، چې دا مهال پکې حالات خراب دي، امنيت ټينګ شي .
د ګربزو ولسوالي يو تن قومي مشر څارنوال مستعمرخان پژواک اژانس ته وويل ، چې د ګربزو ولسوالۍ خلک به ددغې حياتي پروژې د پلي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
ده زياته کړه، چې د غلام خان بندر د تاسيساتو جوړيدل نه يواځې د ګربزو ولسوالۍ ، بلکې د خوست او د ټول افغانستان خلکو په ګټه دی.
ددغې ولسوالۍ يو بل قومي مشر ملک ګربز بيا وويل په هره بيه چې وي ددغې لويې پروژې د بشپړيدو لپاره به د ګربزو ولسوالۍ خلک کار وکړي.









