کندهار ښار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩١): د عامې روغتيا وزيره وايي، د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو ډېرې پېښې په سوېلي ولايتونو کې دي او هغوى يې د مخنيوي لپاره پر يوه نوي پلان کار کوي.
د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل د سلواغې په ٢٤مه، کندهار ولايت ته سفر وکړ، چې د ولسمشر سلاکار ډاکټر فيض الله کاکړ او د نړيوال روغتيايي سازمان استازو يې هم ملتيا کوله.
هغې دغلته د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا، د سکتوري ادارو له رييسانو، ولسوالانو او نورو کسانو سره وليدل.
ثريا دليل وويل، د هېواد په کچه د پوليو ٦٥ سلنه پېښې په سوېلي ولايتونو کې دي، چې د هغوى لپاره ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.
هغې زياته کړه، تېر ٢٠١١ کال د افغانستان په کچه تر ټولو زياتې پېښې په سوېلي حوزه کې وې او اوس هم دغه شمېره دغلته مخ پر زياتېدو ده.
د پوليو پر ضد د واکسين په هر درې مياشتني کمپاين کې د هېواد په کچه اته اعشاريه دوه ميليونه ماشومان تر پوښښ لاندې راځي، چې له ډلې يې يو اعشاريه درې ميليونه په سوېلي حوزه او څلورسوه پنځه دېرش زره يې يواځې په کندهار ولايت کې دي.
د عامي روغتيا وزيرې، که څه هم په سوېل کې د پوليو د پېښو د زياتوالي لاملونه ونه ښودل؛ خو زياته يې کړه، چې د نوي او بېړني پلان له مخې به حالت کابو کړي.
په دغه په پلان کې ښه مديريت، د واکسين د رضاکارانو ښه کار او زياتې سيمې تر پوښښ لاندې راوستل مهم ټکي ياد شوي دي.
خو د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا بيا وايي، په سوېلي حوزه کې هغه کوچنيان، چې له واکسين څخه پاتې کېږي، اتيا سلنه يې د کمزورې ادارې، د تعهد نشتوالي او د ځينو کړيو د لاسوهنې له امله ده.
نوموړي وايي، د واکسين د کمپاين پر مهال اساسي ننګونې د ساحوي کارکوونکو نامناسبه ټاکنه او د دې کارکوونکو د ټاکلو پر سر د دولت او مخالفينو تر منځ مخالفت، د ټيم کمزورې کړنې او د ولسوالۍ د چارواکو له خوا نيمګړى نظارت، د ټولنې د اوسېدونکو نيمګړى ګډون هغه څه دي، چې نه يواځې دغلته يې د پوليو د واکسين کمپاين له ځنډ او خنډ سره مخ کړى، بلکې هلته د پوليو پېښې هم زياتې کړې دي.
په روان لمريز کال کې د هېواد په کچه د پوليو ٣٠ پېښې ثبت شوي، چې ٢٤ يې يواځې په سوېلي ولايتونو کې دي.









