منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۱ غ.م
۴°صاف · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د ورځې له پنځه ګرامه د زياتې مالګې کارونه زيان لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک ۲٦ سلواغه ۹۱): په افغانستان کې د ډېر عمر لرونکي کسان په ورځني ډول ۱۰ ګرامه مالګه کاروي، خو د روغتيايي چارو متخصصين بيا د لوړ عمر کسانو لپاره د ورځې له پنځو ګرامو د زياتې مالګې کارول، زيان رسوونکې بولي.

د عامې روغتيا وزارت د تغذې د څانګې امر ډاکتر بشيراحمد وويل، د هغې څېړنې له مخې، چې په ۱۳۸۲ کال کې د نړيوال روغتيايي سازمان او عامې روغتيا وزارت له خوا په افغانستان کې ترسره شوه، څرګندوي چې ډېرى د لوړ عمر کسان په خپلو ورځنيو خوړو کې له پنځه ګرامو نه زياته مالګه کاروي.

دکابل په جمهوريت روغتون کې د تخصص څانګې ښوونکی او د زړه د ناروغيو متخصص پروفيسور ولي حياتي وويل: “د هغې کارونې ته په پام سره چې په کورنيو کې ترسره کېږي، فکر کوم هر د لوړ عمر کس ښايي له لسو ګرامو نه زياته مالګه وکاروي.”

حياتي سپارښتنه کوي، چې د لوړ عمر کسان بايد په ورځني ډول له پنځو او کم عمره بايد له دوو ګرامو زياته مالګه ونه کاروي، ځکه د زياتې مالګه کارونه د وخت په تېرېدو په بډوډو کې د ډبرې جوړېدو، د زړه ناروغيو، د وينې د فشار لوړېدو، د معدې د اسيدو د زياتوالي او د غړو د پړسوب لامل ګرځي.

خو د زړه د ناروغيو دغه متخصص هغو کسانو ته، چې د زړه ناروغي او د وينو د فشار لوړ والی لري، سپارښتنه کوي، چې له معالج ډاکتر سره دې د سلا مشورې له مخې د خپلې مصرفي مالګې اندازه وټاکي؛ ځکه چې دغو ناروغانو ته مالګه خطرناکه ده.

همدرانګه د کابل طبي پوهنتون د زړه د څانګې مسوول پوهاند محمدنادر اکسير د ډاکتر حياتي د خبرو د پخلي ترڅنګ وويل، چې اوس مهال په لوېديځه نړۍ کې د وينې د فشار له خپرېدو سره مالګه د سپينو زهرو په نامه پېژندل کېږي.

هغه زياته کړه، په لوېديځه نړۍ کې خلک کوښښ کوي، چې له داسې مصنوعي مالګو کار واخلي، چې د مالګې مزه لري، خو په وجود کې نه جذبېږي.

هغه زياته کړه: “له بده مرغه، چې زموږ د خوړلو ډول هم زموږ د کولتور او فرهنګ برخه ده، دلته (افغانستان ) کې موږ غوړ خوراک کاروو او له مالګينو خوړو نه کار اخلو.”

نوموړي زياته کړه، ډېری هغه ناروغان چې د ده تر درملنې لاندې دي، له مالګې او غوړو د کمې کارونې سپارښتنه په نظر کې نه نيسي.

پوهاند اکسير وويل: “ناروغان شکايت کوي، چې د راکړل شوي پرهېز له ورځې نه خوراک نه شي  کولای؛ ځکه بې مالګې خواړه نه شو خوړلای.”

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپل يوه وروستي څېړنيز راپور کې سپارښتنه کوي، چې لوړ عمر لرونکو ته په ورځني ډول د پنځه ګرامه مالګې د کارونې وړانديز بايد دوه نيم ګرامو ته راښکته شي.

د يادولو ده، د ريحان، د مرچو ګرد، دارچين، شنه ځيره، د هوږې پوډر، د ليمو اوبه او نانا (نعناع) پرته له دې چې مالګه ور زياته شي، د خوړو خوند برابروي.

دغه ډاګتران اړينه بولي، چې د مالګې د کارونې په برخه کې بايد د مالګې له زيانونو څخه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او د عامې روغتيا وزارت په دې برخه کې هڅې وکړي.

د عامې روغتيا وزارت د تغذي څانګې امر ډاکتر بشيراحمد حميد وويل، چې دغه وزارت له تېرو اوو مياشتو راهيسې د غذايي رژيم په يوه لارښود کار کوي او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به بشپړ شي.

سرچينې څرګنده کړه، چې په دغه لارښود کې د مالګې اندازه، بوره، غوړ او له نورو غذايي توکو څخه، چې يو کس يې په ورځني ډول کاروي، دسن له مخې ټاکل کېږي.

حميد وويل، د عامې روغتيا وزارت په پلان کې لري، چې د ۱۳۹۲ کال له پيل څخه دغه لارښود پلی کړي او په دې برخه کې به خلکو ته د ښوونځيو، کلينيکونو او د راډيويي، تلويزيوني او چاپي پيغامونو د خپرولو له لارې عامه پوهای ورکړي.

نوموړي په دې اړه، چې د عامې روغتيا وزارت ولې تر دې وړاندې په دې برخه کې اقدام نه کاوه؟ وويل: “په وزارت کې ځينې نور لومړيتوبونه وو، چې ډېر تمرکز مو پر هغو و، خو اوس مو دغه ستونزه جدي نيولې او هڅه کوو، چې خلک خبر کړو.”