کندهار( پژواک ٢٨ سلواغه ٩١) : يو شمېر کندهار مېشتو خبريالانو له ميرويس روغتون سره د ١٠ زره سي سي وينې مرسته وکړه.
د سيمه ييزو او بهرنيو رسنيو دغه خبريالان ،چې شمېر يې شاوخوا شلو تنو ته رسېده، نن ميرويس روغتون ته لاړل او له اړو ناروغانو سره د مرستې په موخه يې وينه ورکړه.
ميرويس روغتون يواځې د کندهار نه ، بلکې د سوېلي زون په کچه يواځينى لوى روغتون دى، چې د جګړې د ټپيانو تر څنګ ورته بېلابېل ناروغان راوړل کېږي او ډېر مهال وينې ته اړتيا لري.
د دغه روغتون مشر ډاکټر محمد داود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سوېل کې د جګړې او ماينونو قربانيان ډېر دي او دا ټول همدغه روغتون ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.
هغه زياته کړه، ډېر مهال عاجل او بېړني ناروغان د وينې ضايعات لري او اړتيا ليدل کېږي، چې د ژوند ژغورلو لپاره ورته وينه ورکړل شي.
دى وايي، ميرويس روغتون په ټوليزه توګه په يوه مياشت کې ٥٠٠ يونټه ( ٢٥٠٠٠٠ سي سي ) وينې ته اړتيا لري، ځکه له هغوى سره ډېر داسې ناروغان بستري دي، چې د وينې د سرطان او نورو ناروغيو له امله سخت کړېږي.
کندهار مېشتي خبريالان وايي، د ميرويس روغتون د مسوولينو له خوا د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ ، دغلته د وينې سخته اړتيا ليدل کېدله، نو ځکه يې تصميم ونيو، چې له دغه روغتون سره د وينې مرسته وکړي او په دې توګه په خلکو کې د وينې ورکولو په اړه عامه پوهاوى زيات کړي.
د کندهار د ميرويس روغتون مسوولين وايي، چې راتلونکې اوونۍ به د يوه ګرځنډه ټيم په مرسته له خلکو څخه د وينې غوښتنه وکړي.