کابل (پژواک ۲۹ سلواغه ۹۱): نږدې دوه کاله وړاندې د پلاستيکي کڅوړو د کارونې د مخنيوي لپاره يوه کمېټه جوړه شوه، خو د کارونې مخه يې لا هم نه ده نيول شوې.
د روغتيايي چارو د متخصصينو په وينا، د پلاستيکي کڅوړو کارونه د پولي کاربونات، پولي ستايرين، پولي اورتان او تترا فلورا اتلين کيمياوي موادو د درلودلو له امله د ژوند د چارپېريال د ناپاکوالي سربېره د سرطاني، تنفسي، د ولادي سو شکلونو، د جنين سقط، پوستکي او نورو نارغيو لامل ګرځي.
له همدې امله ولسمشر کرزي د ۱۳۸۹ لمريز کال د مرغومې مياشتې په راډيويي وينا کې له خلکو وغوښتل، چې پلاستيکي خلتې دې نه کاروي.
وروسته بيا د پلاستيکي کڅوړو کارونې د مخنيوي لپاره يوه کمېټه رامنځته شوه او دې کمېټې د کب په مياست کې وړانديز وکړ، چې هېواد ته دې د پلاستيکي کڅوړو واردېدل بند او يايې دې هم ماليه لوړه شي.
خو لا هم د هېواد په مرکز او ولايتونو کې پلاستيکي کڅوړې کارول کېږي او د ګومارل شوې کمېټې له خوا هېڅ اقدامات نه دي شوي.
د کابل ښار د څلورم مکروريانو په سيمه کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي ميرويس پژواک خبري اژانس ته وويل: “موږ ځکه دغه کڅوړې کاروو، چې نورې کڅوړې شتون نه لري.”
نوموړي زياته کړه، چې کلونه وړاندې خلکو په خپلو کورونو کې کاغذي کڅوړې جوړولې او په هټۍ والو يې پلورلې، خو اوس داسې څه نه شته.
د کابل ښار د تايمني يوه اوسېدونکي هم وويل: “کله چې د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې د پلاستيکي کڅوړو کارونه د روغتيا لپاره مضره ده، نو بايد حکومت يې د واريدېدو مخه نيولې وای او د کاغذي کڅوړو د توليد لپاره به يې زمينه مساعده کړې وه.”
د پلاستيکي کڅوړو د کارونې د مخنيوي لپاره جوړه شوې کمېټه چې د ۱۳۸۹ کال د مرغومي په وروستيو کې رامنځته شوه، عامې روغتيا، سوداګردۍ او صنايعو وزارتونو او د ژوند چارپېريال د ادارو له استازو څخه جوړه شوې ده.
د دې کمېټې يوه غړي او د عامې روغتيا وزارت د انسټيټيوټ رييس ډاکتر بشير نورمل د ۱۳۸۹ لمريز کال په کب مياشت کې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو: “کمېټه وړانديز کوي، چې هېواد ته د پلاستيکي کڅوړو واردات بند او يا يې دې هم ماليه لوړه شي.”
خو تېره ورځ يې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کمېټې خپل وړانديزونه د ولسمشر روغتيايي چارو سلاکار ډاکتر فيض الله کاکړ ته په ۱۳۸۹ لمريز کال کې وړاندې کړي دي، خو تر اوسه يې په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د نورمل په وينا، له هغې نه وروسته تر ننه پورې کمېټې يوه ناسته هم نه ده کړې، په دې برخه کې يواځې د يوه ټلويزيوني پيغام له جوړولو نه چې د دغه کڅوړو د کارونې د زيانونو په اړه دی، بل هېڅ اقدام نه دی شوی.
نوموړي په دې اړه، چې ولې تر اوسه هېڅ نه دي شوي؟ وويل: “له ما سره هېڅ ځواب نه شته، زه نه شم کولای په دې برخه کې ځواب درکړم؛ تاسې کولای شی چې د خپلو پوښتنو ځواب په خپله له ډاکتر صيب کاکړ نه ترلاسه کړی.”
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، څو په دې برخه کې د ولسمشر د روغتيايي سلاکار ډاکتر فيض الله کاکړ نظر ترلاسه کړي، خو و نه توانېد.
د ډاکتر نورمل په خبره، د کمېټې د وړاندېزونو په بنسټ، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مسووليت درلود، چې د پلاستيکي کڅوړو واردېدل منعه اعلان کړي او د ماليې وزارت يې پر واردېدېدو لوړ ټکس کېږدي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل په دې اړه وويل: “زه څه نه شم ويلای، دا د ګمرکونو په رياست پورې اړه لري، له ماليې وزارت نه پوښتنه وکړﺉ.”
د ماليې وزارت سلاکار نجيب الله منلي وويل، چې د وزيرانو شورا د ۱۳۹۰ کال د مصوبې له مخې، د پلاستيکي کڅوړو په واردېدو بنديز لګېدلی او منعه شوې دي.
خو هغه زياته کړه، چې د وزيرانو شورا د تېر کال په چنګاښ مياشت کې په هېواد کې د پلاستيکي کڅوړو د بديل د نه شتون په سبب دغه کڅوړو ته د توريد اجازه ورکړې ده.
يوه حکومتي چارواکي، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، وويل: “دا تصميم هم د نورو سلګونو تصميمونو غوندې دی، چې زموږ د ټولنې د عينې شرايطو له په نظر کې نيولو او مطالعې پرته نيول شوی او درې ورځې وروسته د هېر کندې ته غورځول شوی دی.”










