منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په المان کې لسګونه درملنه شوي ماشومان هېواد ته راستانه شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک ۲۹ سلواغه  ۹۱): د درملنې په موخه المان ته وړل شوي دري څلوېښت ماشومان له شپږو مياشتو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.

دغه شمېر ماشومان چې نجونې او هلکان په کې شامل او عمرونه يې له ۱۱ کلونو ښکته دي، د افغاني سرې مياشتې په مرسته او ((د المان د سولې کلي د بنسټ)) په همکارۍ د درملنې په موخه دغه هېواد ته استول شوي وو.

د افغاني سرې مياشتې د تشريفاتو رييس عنايت الله صديقي، چې د رسنيو او راستنو شوو ماشومانو د کورنيو په منځ کې يې خبرې کولې وويل، دغه ماشومان د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي، چې د سوځېدنې او ارتوپيدي ستونزې يې درلودې، له رغېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شول .

هغه زياته کړه، چې د هغوی د پاسپورټ لګښتونه افغاني سرې مياشتې او د درملنې نور امکانات يې د المان د سولې کلي بنسټ  له خوا برابر شوي دي.

صديقي وويل، چې د هر ماشوم پر سر تر ۱۵ زرو يورو زيات لګښت راځي او  زياته کړه، چې د دغو ماشومانو د درملنې، تګ او راتګ لګښتونه د المان د سولې کلي او افغاني سرې مياشتې پر غاړه دي.

د المان د سولې کلي موسسه په ۱۳۶۷ کال کې تاسيس شوې، له هرو شپږو مياشتو وروسته يو شمېر هغه ماشومان، چې د سختې سوځېدنې او د هډوکو ماتېدو تکليف ولري  او په افغانستان کې يې د درملنې امکان نه وي، د افغاني سرې مياشتې په مرسته د المان ډاکترانو له خوا انتخاب او د درملنې لپاره دغه هېواد ته استول کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکې لس کلنه سهيلا، چې همدا اوس له درملنې وروسته راستنه شوې، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپلې پښې د درملنې لپاره درې ځلې المان ته تللې، چې پايله يې ښه وه او د المان له روغتيايي ښو خدمتونو رضايت لري.

دغې ماشومې نجلۍ زياته کړه: “سره له دې چې کورنۍ مې زياتې پيسې ولګولې، خو په افغانستان کې مې د پښې درملنه ونه شوه، زياته په تکليف وم، خو په المان کې يې درملنه وشوه او د راحت احساس کوم.”

کامل د دغه ماشومانو په ډله کې يو بل ماشوم دی، چې په المان کې له درملنې وروسته راستون شوی دی.

د دغه ماشوم پلار عتيق الله وويل، چې د زوی چپه پښه يې ماته وه، شپږ مياشتې په المان کې و او نسبتاً روغ شوی دی، خو ټاکل شوې چې شپږ مياشتې وروسته يو ځل بيا د پښې د درملنې په موخه المان ته واستول شي.

هغه زياته کړه: “هغه وخت چې زوی مې له افغانستان روانېده، نو په لاره نه شوای تللی، خو اوس کولای شي، چې له لکڼې پرته هم په  په لاره  ولاړ شي، خو الماني ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې، چې بايد له لکڼې پرته لاړ نه شي، ځکه چې پښې ته يې زيان لري.”

افغاني سرې مياشتې ټولنې د تشريفاتو رييس هم وويل، چې په ځينو مواردو کې د يو شمېر ماشومانو د درملنې پروسه د هغوی حالت ته په پام سره غځېږي، تر دې پورې چې شايد تر درېيو کلونو پورې وخت هم ونيسي.

 د سرچينې په وينا، د المان د سولې کلي موسسې له خوا هر راستانه شوي ماشوم ته ۴۰ يورو، يو جوړ جامې، يو جوړ بوټ او له شپږو مياشتو نيولې تر يو کال پورې درمل هم ورکول کېږي.

د ويلو ده، چې  تېره اونۍ هم په سختې سوځېدنې او د هډوکو په ماتېدو مصاب ۴۰ ماشومان د درملنې لپاره المان ته واستول شول.

دافغاني سرې مياشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، د المان د سولې کلي له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې له دې ټولنې سره همکاري لري، هغه ماشومان چې  په ژورې سوځېدنې او هډوکو ماتېدنې اخته وي او عمر يې له ۱۱ کلونو ښکته وي، په المان کې يې درملنه کوي، چې تر اوسه پورې د  لس زره دا ډول افغان ماشومانو درملنه په هغه هېواد کې شوې او هېواد ته په روغه سټه راستانه شوي دي.

د يادولو وړ ده، افغاني سره مياشت د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان هم د درملنې لپاره په کابل کې د فرانسويانو روغتون، پاکستان او هندوستان ته استوي.