منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

دچارچينو ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

ترينکوټ ( پژواک ۳ کب ۹۱ ) : د اروزګان والي امير محمد اخوندزاده چارچينو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ددې ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره  کېښوده.

پرون چارچينو ته ددې سفر پر مهال په ولسي جرګه کې ددې ولايت استازي حاجي عبيدالله بارکزي، يو شمېر ځايي چارواکو او قومي مشرانو له والي سره ملتيا کوله.

 

ددې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې والي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ په پنځه جريبه ځمکه کې په دوو پوړو کې به په شږو مياشتو کې جوړه شي .

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ ١٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي ، چې ددولت له بوديجې څخه ورکول کېږي .

والي وويل ،چې ددې ودانۍ له جوړېدو سره به د چارچينو ولسوالۍ ددولتي کارکوونکو او مراجعينو ډېرى ستونزې هوارې شي .

امير محمد اخوندزاده وايي ، چې دا مهال د يادې ولسوالۍ دولتي کارکوونکي خپلې ورځنۍ چارې په کرايي کورونو او يا هم د طالبانو د وخت په جوړ شوو ديني مدرسو کې پرمخ وړي.

هغه ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د نورو ولسواليو لپاره هم ورته ودانۍ جوړې شي.

 

د چارچينو ولسوال حاجي غلام حيدرخان ددې ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه، هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې تر اوسه دوى په ډېرو ستونزو کې وو او ددې ودانۍ له جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې شي .