منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

“رسنۍ دې زړه بوږنوونکي خبرونه او د جګړې د قربانيانو تصويرونه نه خپروي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل (پژواک ۶ کب ۹۱): ډاکتران د رسنيو له لارې د جګړې د قربانيانو تصويرونه خپرول او له ۲۰۱۴ کال وروسته د وضعيت د خرابوالي په اړه تبصرې، د خلکو د رواني روغتيا په زيان بولي.

دوی د رسنيو له مسوولينو غواړي ، چې د دې ډول خبرونو له خپراوي دې ډډه وکړي.

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر نادراحمد اکسير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان ډېری خلک د تېرو درېيو لسيزو جګړو، اوسنۍ نا امنۍ، اقتصادي ستونزو، کډوالۍ او نورو … له امله په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

هغه وويل، چې د جګړې د قربانيانو د تصويرونو په ليدو، له ۲۰۱۴ کال وروسته د وضعيت د خرابېدو په اړه د تبصرو او بحثونو په اورېدو د خلکو پرېشاني نوره هم زياتېږي.

ټاکل شوې روان کال له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه بشپړه شي او ډېری بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر وروستيو افغانستان پرېږدي.

اکسيز زياته کړه: “زه نه پوهېږم، چې دا ډول اخبارونه، اعلانونه او ګردي  مېزونه خلکو ته څه پيغام ورکوي؟ خلک څه کوي او څه کولای شي؟  موخه يې دا ده، چې خلک ځانمرګي ونيسي؟ خلک خو نه صلاحيت لري او نه هم قدرت.”

د نوموړي په وينا، د ورته پروګرامونو خپرول د ټولنې په منځ کې د مايوسۍ او ناهيلۍ لامل کېږي او يو زيات شمېر له ۲۰۱۴ کال وروسته د وضعيت د خرابوالي له وېرې هڅه کوي، چې خپلې پانګې بهر ته ولېږدوي.

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د افغانستان امنيتي او اقتصادي حالت خرابېږي، خو يو شمېر نور بيا دا ډول خبرې ردوي.

ډاکتر اکسير  د دا ډول تبصرو په اړه وويل: “دا ټولې هسې خوشې کيسې دي، د سياست په نوم يو شمېر کسان سره په يوه مېز کېني، ښايي د ځينو لاسونه يې هم د ولس په وينو سره وي، بيا هم د خلکوپه برخليک خبرې کوي، يو شمېر وايي، چې هېڅ خبره نه ده، نور بيا وايي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته توپان راځي، د خلکو سرونه به پرې شي، دا ډول خبرې د زهرو په څېر د خلکو پر روان اغېز لري.”

د هغه په باور، يو شمېر خلکو او کړيو د بيان له ازادۍ نه په استفادې رسنۍ وسيله ګرځولې، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره همدا ډول نظريات وړاندې کوي.

ډاکتر اکسير د رسنيو له مسوولينو وغوښتل، چې د ورته خپرونو له خپراوي دې ډډه وکړي او په ځای يې دې روزنيزې، معلوماتي په ځانګړي ډول روغتيايي خپرونې خپرې کړي.

نوموړي زياته کړه، ده ته يو شمېر داسې ناروغانو مراجعه کوې، چې د جګړې د قربانيانو او د افغانستان د راتلونکي په اړه د منفي تبليغاتو له امله ستړي او مايوسه شوي دي.

د افغانستان د ارواپوهانو د ټولنې مشر ډاکتر عزيزالرحمن همت هم  د ډاکتر اکسير د خبرو د پخلي ترڅنګ وويل، چې د ورته خپرونو خپرول پر ډېری ښځو او ماشومانو اغېز کوي او درلودلى يې دى.

هغه زياته کړه: “موږ په بار بار د راډيوګانو او تلويزيونونو مسوولينو ته ويلي، چې بېچاره خلک څه کولای شي، د ستونزو د حل کلي له خلکو سره نه شته، دا ډول پروګرامونه مه خپروﺉ.”

په جمهوري رياست کې د ولسمشر د روغتيايي، ښوونې او روزنې چارو سلاکار ډاکتر فيض الله کاکړ وايي، چې د ورته پروګرامونو خپرول د خلکو پر رواني حالت په ځانګړي ډول پر هغو چې رواني ناروغۍ لري، منفي اثر پرېباسي.”

نوموړي پژواک اژانس ته وويل. مزمنه خستګي ، کم خوبي، د اشتها کموالی، د غړو درد، په ځانګړي ډول سخت سر درد، د شخص پر وړاندې د ستړيا او مړاويتوب نښې دي.

د هغه په وينا، د انسان په وجود کې يو ډول غدې دي، چې د وېرې او اندېښنې پر مهال د ادرينالين هورمونونه ترشح کوي؛ ځکه چې دغه هورمون د وېرې د له منځه تلو لامل ګرځي.

خو د هغه په وينا، په پر له پسې  ډول د ادرينالين هورمون ترشح د روغتيا لپاره به فوق العاده ډول خطرناکه ده؛ ځکه چې د وينې فشار د لوړ والي او د زړه د ناروغيو لامل ګرځي.

هغه د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا له لارې د وضعيت د ښه والي لپاره د حکومت هڅې او له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو ټينګښت، د افغانستان د راتلونکي لپاره هيله ورکوونکي وګڼل او له خلکو يې وغوښتل، چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه دې اندېښنه نه کوي.