کابل ( پژواک ٧ کب ٩١ ) : د نشه یي توکو پرضد دمبارزې وزارت لخوا د دوه اعشاريه څلورميلیونو (۲،۴) امریکایي ډالرو په ارزښت د میدان وردګو ولایت لپاره بېلابېلې پروژې منظورې او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په همدې موخه نن د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي چې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې ددغه ولایت استازي هم ورسره ملګري وو، دنشه یي توکو پرضد دمبارزې وزیر ضرار احمد مقبل او دکرنې اومالدارۍ وزیر اصف رحیمي سره دنشه یي توکو پرضد دمبارزې وزارت کې ناسته ترسره کړه .
هغه زياته کړه چې والي عبدالمجید خوګیاڼي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر ته په دې ولایت کې د یوشمير هغو پروژو په اړه چې ورته ډېره اړتیا ليدل کیږي،معلومات ورکړل .
د نوموړي په وينا، دا چې میدان وردګ کرنيز ولایت دی او د تازه مېوو زیات تولید لري،خو دمګړۍ ددغو میوه جاتو څخه دیاد ولایت اوسیدونکي زیاته ګټه نشي ترلاسه کولای،نو اړتیا ده چې ددې ولایت اوسیدونکو داقتصادي وضعې دښه کېدو په موخه ددې ولایت په مرکز کې چې دټول ولایت اوسیدونکي ورڅخه ګټه پورته کړي دمیوو یو مارکیټ جوړ شي.
د میدان وردګو والي همدا راز په دې ولایت کې دپوهنتون لپاره د ودانۍ او ددې ولایت په بېلابېلو سیموکې د دوه سړو لویو خونو،دمال منډوي ،دڅاریو د حلالولو ځای،د یوه جامع مسجد او یوه روغتیایي روغتون ودانیو دجوړولو غوښتنه وکړه .
د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیر ضرار احمدمقبل د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي او استازو ته ژمنه ورکړه چې دیادو پروژو دپلي کولو لپاره به جدي هڅې وکړي، خو زیاته یې کړه دمګړۍ په خپل وزارت کې ددې ولایت لپاره دوه اعشاریه څلورميلیونه امریکايي ډالر بودیجه لري ، چې وړاندیز شوې پروژې به پرې پلې شي.
هغه زیاته کړه چې یادې وړاندیز شوې پروژې یې وزارت ته دمنلو وړ دي او له سروې او ډیزاین وروسته به یې عملي چارې پیل کړي .
په همدې حال کې دکرنې او مالدارۍ وزیر اصف رحیمي هم دمیدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼي ته دخپل وزارت لخوا دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ .









