منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل ښار کې د هستوګنې ١٥پوړيز بلاکونه جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک ٨ کب ٩١): په کابل ښار کې د ٧٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د هستوګنې ١٤، پنځلس پوړيز بلاکونه جوړيږي، چې ټولټال به زر کورونه ولري.

د دغو بلاکونو د جوړولو تړون د ښاري پراختيا وزير حسن عبدالهي او د دوو ترکي خصوصي کمپنيو (يوکسل اش او يونس ګروپ) د چارواکو ترمنځ نن په کابل کې لاسليک شو.

 حسن عبدالهي وايي، چې دغه بلاکونه د “خواجه رواش په پروژه کې” جوړيږي.

 ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دغو بلاکونو د جوړونې کار به په يو کال کې بشپړ شي او لګښت به يې ښاري پراختيا وزارت او يادې ترکي کمپنۍ په ګډه ورکړي.

عبدالهي وايي، د دې پروژې يوه ځانګړنه دا ده، چې کورونه به يې هم ښه کيفيت ولري او هم به ارزانه وي.

د ده په وينا، د دغو بلاکونو کورونه به د قسط په ډول پلورل کېږي.

دى وايي، چې پېرودنکى بايد د کور د بيې شل سلنه پيسې په لومړي سر او پاتې نورې د يو کال په موده کې ورکړي.

په ياده غونډه کې د يونس ګروپ خصوصي کمپنۍ مشر خليل اونال وويل، چې ياد بلاکونه په پاخه او اساسي ډول د ” تونلي قالب ” په سيسټم سره رغول کېږي.

د ده په وينا، له ياد سيسټم څخه په ټوله نړۍ او ترکيه کې کار اخيستل کېږي او د دغه سيسټم له لارې د جوړونې چارې په ډېرې چټکۍ سره پر مخ ځي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سيسټم له لارې په درېيو ورځو کې د يو بلاک يو پوړ جوړېداى شي او له دې لارې جوړې شوې ودانۍ له زلزلې او سړې او ګرمې هوا سره مقاومت لري.

د اونال د معلوماتو له مخې، دغه بلاکونه به ١٥ پوړيز وي او هر بلاک به دوه لېفته ولري.

نننۍ غونډې ته د کابل والي عبدالجبار تقوا هم ورغلى و.

تقوا وويل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هغو افغانانو غوښتنو ته ځواب وويل شي، چې په تېرو څو کلونو کې يې له هېواده بهر ژوند کړى دى.

ده زياته کړه: ((په تېرو څو کلونو کې زموږ خلک بهرنيو هېوادونو ته مهاجر شول، هلته يې سترګې خلاصې شوې او هغوى د کور لپاره لوړې غوښتنې لري، چې د ښار جوړونې دغه پروژه ورته يو ځواب کېدلى شي.))

ده هغه په وينا، د دې لپاره چې په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي، بايد له ده سبز پرته چې هلته نوى ښار جوړيږي، په پاتې ١٣ ولسواليو کې ورته ښارګوټې جوړ شي.

تقوا زياته کړه، چې کابل ښاريان د څښاک اوبو ته هم په سمه توګه لاسرسى نه لري او دغه وزارت په دې برخه کې هم بايد ځينې پروژې پلي کړي.