منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

په درې ولايتونو کې د اوبو او برېښناکوچني بندونه جوړيږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

کابل (پژواک١٣کب٩١) :د افغانستان په  درېيو ولايتونو کې د جاپان په ٢٤،٨ مېلېون امريکايي ډالره بې بدله مرسته د اوبو او برېښناکوچني بندونه جوړيږي .

په دې اړه نن  په کابل کې د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل، په افغانستان کې د خوړو د نړيوال سازمان له مشر عثمان ګويندو سره  تړون لاسليک کړ.

محمد اسماعيل وويل: ((د دې پروژې پيسې جاپان هېواد ورکوي ، پلي کوونکي به يې هغه شرکتونه وي ، چې د اوبو او برېښنا وزارت يې غوره کوي او د خوړو نړيوال سازمان يې څارونکې اداره ده .))

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل ، چې په يادو پيسو به په کابل ، کاپيسا او باميانو ولايتونو کې د اوبو او برېښنا د کوچنيو بندونو د جوړولو ترڅنګ ، په يادو ولايتونو کې د دې وزارت د کارکوونکو وړتياوې هم لوړې شي .

وزير زياته کړه ، چې ورته پروژې تر دې وړاندې هم په کابل او باميانو ولايتونو کې پلې شوې دي ، خو داځل به يې ډيرې پروژې په کاپيسا او لږ  به يې په کابل او باميانو کې وي .

خو ده په دې اړه هم نور جزيئات ورنکړل .

د خوړو نړيوال سازمان مشر عثمان ګويندو وويل ، چې د جاپان په ياده مرسته د جوړېدونکو پروژو په بشپړېدو سره به په يادو ولايتونو کې ٢١ زره هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې او د کرنيزو حاصلاتو کچه هم لوړه شي .

هغه زياته کړه ، چې په دې پروژو کې به شاوخوا ٧٠ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شي .

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، جاپان په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې له افغانستان سره ٣ميليارده امريکايي  ډالره مرسته کړې ده  .