کندهار (پژواک، ١٣ کب ٩١): په سوېل کې د پوليو پر وړاندې د واکسيناسيون درې ورځنى کمپاين له غورک ولسوالۍ څخه پيل شو، چې په اوږدو کې به يې د زون په دوو ولايتونو کندهار او هلمند کې ٦سوه زره ماشومان واکسين شي.
غورک ولسوالي چې دولت په کې تازه واکمن شوى، يوه له هغو سيمو ده چې پوره شپږ کاله په کې د پوليو ضد کمپاين هيڅ نه دى پلى شوى.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د کمپاين د پيل پر مهال وويل، چې دغه کمپاين به د سوېلي حوزې د کندهار او هلمند ولايتونو په ١٥ ولسواليو کې پلى شي.
هغه زياته کړه، د درېيو ورځو په اوږدو کې به په ټولو هغو ساحو کې، چې يا له مخکينيو کمپاينونو پاتې شوي او يا هم په کې د دې ناروغۍ ډېر امکانات ليدل کېږي، ټول تر پنځو کالو کم عمره کوچنيان واکسين کړل شي.
د نوموړي په وينا، د دې کمپاين پر مهال به د درېيو ورځو په اوږدو کې ٣٨٢زره کوچنيان د کندهار په لسو او ٢٧٢زره کوچنيان د هلمند ولايت په پنځو ولسواليو کي واکسين کړل شي.
پخلا وويل، چې تر دې دمه يې د پوليو په له منځه وړلو کې مبارزه په ښه توګه پر مخ ځي او د روان زېږديز کال په لومړيو درېيو مياشتو کي تر دې دمه پورې هيڅ راز پېښه نه لري.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، بيا له مخالفينو هم وغوښتل، چي د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کې هيڅ راز ستونزې او خنډونه ايجاد نه کړي او له روغتيايي کارکوونکو سره مرسته وکړي، چې هرې سيمې او هرې ساحې ته ورسېږي، ځکه دغه پروسه هيڅ سياسي او دولتي اړخ نه لري.
په روان لمريز کال کې د هېواد په کچه د پوليو ٣٠ پېښې ثبت شوي، چې ٢٤ يې يواځې په سوېلي ولايتونو کې دي.
د عامې روغيتا وزيرې ثريا دليل، څه موده وړاندې کندهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې د هېواد په کچه د پوليو ٦٥ سلنه پېښې په سوېلي ولايتونو کې دي، چې د هغوى لپاره ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده.
هغې په ډاګه کړې وه، چې تېر ٢٠١١ کال د افغانستان په کچه تر ټولو زياتې پېښې په سوېلي حوزه کې وې او اوس هم دغه شمېره دغلته مخ پر زياتېدو ده.










