کندهار ښار (پژواک، ١٣ کب ٩١): د کندهار والي غورک ولسوالۍ ته د يوه لوړ پوړي پوځي او ملکي پلاوي په ملتيا غورک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هغلته يې له خلکو سره د ملي پيوستون د پروګرام د پيلېدو ژمنه وکړه.
غورک د کندهار له شمالي ولسواليو څخه يوه غرنۍ ولسوالي ده، چې له هلمند او اروزګان سره ګډه پوله لري، پرله پسې شپږ کاله د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وه، خو تېر کال د پراخو عملياتو په پايله کې د هغوى له ولکې ووېستل شوه.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، نن د کب په ١٣مه، دغې ولسوالۍ ته د يو شمېر سکتوري رييسانو، امنيه قوماندان، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان، د سولې شورا او يو شمېر نورو استازو په ملتيا دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د غورک ولسوال داوود خان ورغلو چارواکو ته وويل، چې اوسمهال يواځې هغه له خپل امنيه قوماندان سره يو ځاى دغلته دنده تر سره کوي، خو غواړي چې دغلته نورې دولتي ادارې هم فعاله شي، ترڅو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
هغه غوښتنه وکړه، چې ولسوالي دي له ښار سره د پاخه سړک په واسطه ونښلول شي، د ولسوالۍ لپاره دې ودانۍ ورته جوړه شي او د ښوونځيو په رغونه او بيا پرانيستنه کې دې ورسره اساسي همکاري وشي.
د غورک ولسوالۍ د شورا غړو هم ولسوال ته ورته غوښتنې درلودې او هيله يې درلوده، چې د کليو پراختيا رياست به ورته د ملي پيوستون پروګرام پلى کړي، ځکه د دوى په خبره، امنيت ښه شوى او نوره هيڅ داسې بهانه پاتې نه ده، چې د کارونو د مخنيوي لپاره دې خنډ شي
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د خبرو پر مهال وويل، د کليو د پراختيا رياست د يادې شوې ولسوالۍ لپاره د ملي پيوستون په پروګرام کې څه باندې دوه سوه ميليونه افغانۍ لري او د ولسوالۍ خلک هغه مهال کولاى شي له دې پيسو استفاده وکړي، چې په سيمو کې شوراګانې جوړې کړي او له هغې لارې خپل ضرورتونه تشخيص کړي.
والي پر خلکو غږ وکړ، چې تر خپلو ځانونو زيات د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره هڅه وکړي او ځان ډاډه کړي، چې د اولادونو راتلونکى به يې تر هغه چې دوى درلود، ډېر ښه او روښانه وي.
هغه همداراز غوښتنه وکړه چې مېندې او پلرونه دې خپل نارينه او ښځينه اولادونه دواړه ښوونځيو ته ولېږي او هڅه وکړي، چې کور، ښوونځى او جومات له يو بل سره ونښلوي او په دې توګه د ملا، ښوونکي، ښوونځي او مسجد تر منځ پرتې فاصلې له منځه يوسي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، چې د دې ولسوالۍ لپاره تشکيل لري او هر څومره ژر چې د ولسوالۍ خلک چمتووالى وښيي، دوى کولاى شي ورته روغتيايي کارکوونکي مقرر کړي.
د کندهار د سولي شورا رييس حاجي عطامحمد بيا له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په مختلفو برخو کې به ورته پروژې پلي کړي، خو له هغوى يې وغوښتل، چې خپل خپلوان د مخالفينو له ليکو رابېل او د سولې له پروسې سره يې يو ځاى کړي.
غورک د کندهار ښار شمال ته د اروزګان او هلمند ولايتونو سره پر پوله پرته غرنۍ ولسوالۍ ده، چې شپږ کاله د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې وه او څه باندې يو کال وړاندې د دوهم ځل لپاره په کې دولتي ځواکونه مېشت شول.
دولتي چارواکي پلان لري، چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت تر ښه کېدو وروسته عامه خدمات وړاندې کړي، چې د ځايي خلکو غوښتنه ده.









