منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ميدان وردګو له ښاروالۍ سره د موټرو مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۲ کتنې

کابل (پژواک ١٥ کب ٩١): د ميدان وردګو ولايت له ښاروالۍ سره د نږدې سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت د موټرو مرسته وشوه.

دغه خبر د وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته ورکړ.

نوموړي زياته کړه، چې دغه موټر يو يې GCB لوډر او بل ډمټرک دى، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اې اى ډي) له خواورکړل شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دغو موټرو د تسليمۍ پر مهال د ميدان وردګو والي له مرسته کوونکې ادارې د مننې ترڅنګ وويل، چې له دغو موټرو سره به د ښاروالۍ په چارو کې ښه والي راشي او شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

د يو بل خبر له مخې، ډېر ژر به د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د څلورم روغتون، يوې سړې خونې او د يوه انستيتيوت د جوړولو چارې پيل شي.

د والي د وياند په خبره، چې د ميدان وردګو والي دغه ژمنه د جغتو ولسوالۍ له لسګونو مشرانو سره په يوه ليدنه کې وکړه.

د دې ليدنې پر مهال د جغتو يوه قومي مشر حاجي قيام الدين د نورو په استازيتوب وويل،  چې دمګړۍ په دې ولسوالۍ کې درې روغتونونه فعال دي، خو دا چې دغه ولسوالۍ نهه څلوېښت زره اوسېدونکي لري، نو اړتيا ده چې يو بل روغتون ورته جوړ شي.

دغه راز ياد قومي مشر د جغتو روغتونو ته د يوه امبولانس د ورکړې غوښتنه هم وکړه.

د ميدان وردګو والي دغو مشرانو ته وويل، چې په يادې ولسوالۍ کې د څلورم روغتون جوړول په پلان کې لري او ژر به يې عملي چارې هم پيل شي، دغه راز د يادې ولسوالۍ لپاره يې د امبولانس اخيستو ژمنه هم وکړه.

والي د پوهنې وزارت له خوا په دغه ولايت کې د څلوېښتو نوو منظور شوو ښوونځيو له جوړولو هم خبر ورکړ، چې په وينا يې يواځې لس ښوونځي به يې په جغتو ولسوالۍ کې جوړ شي.

دمګړۍ په جغتو کې يو دارالمعلمين، څلور ديني مدرسۍ، شپږ لېسې، درې منځني او دولس لومړني ښوونځي شتون لري.