منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه

والي : په دې وروستيو کې امريکا د ميدان وردګو بيارغونې سره هيڅ مرسته نه ده کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

کابل (پژواک،١٥کب،٩١): د ميدان وردګو والي وايي،چې په دې وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو له ياد ولايت سره د بيارغونې د کارونو په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

 د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې يادې څرګندونې د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخوګياڼي په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو د سفارت استازو ته وکړې.

 والي زياته کړه ، چې که څه هم په دې وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو د ميدان وردګو له ولايت سره د بياروغونې په برخه کې مرستې نه دي کړي ، خو ترې غواړي چې د بيارغونې په پروژو کې دې له دغه ولايت سره مرسته وکړي.

 نوموړي د امريکا د سفارت له استازو وغوښتل ، چې په ميدان وردګو ولايت کې دې د سلطان محمود غزنوي د اوبوبند، چې زر کلن تاريخ لري، ورغوي.

 والي وويل : ((د دغه بند په فعاليدو سره به په غزني او ميدان وردګو کې ډېرى چينې او کاريزونه فعاله شي.))

 دى زياتوي ، چې ياده پروژه به د ميدان وردګو او غزني د خلکو په اقتصادي برخه کې مهم رول ولوبوي.

 والي د سفارت له استازو وغوښتل، چې يواځې د ميدان وردګو په ولايت کې نه ، بلکې په ټول افغانستان کې دې داسې اساسي پروژې پلې کړي، تر څو په راتلونکي کې ورڅخه افغانان ګټه واخلي.

 بلخوا د امريکا دمتحده ايالاتو د سفارت استازو هم د ياد ولايت له والي سره ژمنه وکړه، چې د سلطان محمود غزنوي د اوبو بند د بيارغونې په برخه کې به د سفارت له نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي او يو شمېر نورې مرستندويه موسسې به هم راجلب کړي.