منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د باميانو مجسمې رغونه د ملي شتمنۍ د راژوندۍ کولو په مانا ده

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

باميان (پژواک ٢٠ کب ٩١): د باميانو ولايت چارواکي د بودا د نړېدلو مجسمو د ترميم غوښتنه کوي او وايي، چې د بوديزم دورې د دې دوو ابدو رغول د افغانستان د ملي شتمنۍ ژوندۍ کول دي.

دغه دوه مجسمې چې ١٦٠٠کاله لرغونتوب لري او د بوديزم د وخت له شهکارونو دي، د طالبانو د حاکميت پر مهال د ٢٠٠١ ميلادي کال د مارچ په لسمه، چې د ١٣٧٩ د کب له ٢٠ سره سمون خوري، تر دې نوم لاندې چې د بتانو شتون شرک دى، د توپونو پر ډزو ورانې شوې.

د صلصال ستره مجسمه ٥٥ متره او کوچنۍ مجسمه چې شمامه نومېږي ٣٣ متره لوړوالى لري، د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې د باميان ښار شمال ته د يوه غره په زړه کې تراشل شوې وې.

د باميانو ځايي چارواکو د دغو دوو مجسمو نړېدل په کلکه وغندل، ملي خيانت يې وباله او د رغېدو غوښتنه يې وکړه.

د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مدير عبدالحميد جليا وايي، چې د کب ٢٠مه نېټه د بودېزم دورې د دغو دوو سترو مجسمو د نړېدو له کاليزې سره برابره ده؛ خو دولت او نړيوالې ټولنې يې د رغېدو په اړه اقدام نه دى کړى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: “بودا مجسمې د افغانستان ملي شتمني وه، خو کله چې ورانې شوې ياده شمتني هم له منځه ولاړه، بايد دغه دوه تاريخي ابدې ترميم شي، چې رغول به يې د ملي شتمنۍ د ژوندي کولو مانا ولري.”

جليا زياته کړه، د دغو دوو مجسمو له نړېدو وروسته تر اوسه ، څرنګه چې اړتيا وه  کار نه دى شوى او يواځې د يوې مجمسې ترڅنګ يوه غونډۍ د ملګرو ملتونو د کولتوري سازمان (يونسکو) له خوا د المان او جاپان په مرسته رغېدلې ده.

د باميانو د تاريخي ابداتو مدير وويل: “دا چې د بودا د دې دوو مجسمو ترميم ته پاملرنه نه ده شوې، يا مرسته کوونکي هېوادونه نه دي پسې ګرځېدلي، يا داچې زموږ دولت په دې برخه کې سستي کوي.”

هغه زياته کړه، تر اوسه دولت او مرستندوى هېوادونه دې هوکړې ته نه دي رسېدلي، چې ايا  بودېزم د دوران دغه دوه سترې مجسمې بيارغول کېږي که نه!

د جليا د معلومات له مخې، يوه مياشت وړاندې په دې اړه د المان په اخن ښار کې د اخن  پوهنتون له خوا د دې دوو مجسمو په اړه يوه غونډه وشوه او تصميم ونيول شو، چې د صلصال بودا د ټينګښت په برخه کې اقدام وشي، خو د دې مجسمو د بيارغونې په برخه کې کومه ژمنه ونه شوه.

د باميانو لايت د مدني ټولنې د شبکې رييس او مخور اسماعيل ذکي هم وويل، په دغه ولايت کې د بيارغونې نورو برخو ته د نه پاملرنې په څېر د دې دوو مجسمو رغونه هم هېره شوې ده.

د هغه په وينا، دولت باميانو ته يواځې د يوه ولايت له زاويې نه ګوري، خو دا اهميت نه درک کوي، چې باميان د ګرځندوى له اړخه اهميت لري او ملي ګټې په کې نغښتې دي.

هغه زياته کړه، چې د بودا مجسمو بيارغونه د فرهنګ او بهرنيو سيلانيانو د راجلب او د خلکو د عايد په زياتوالي کې دولت ته ګټور واقع کېږي، له همدې امله اړينه ده چې دولت دې په دې برخه کې مشخص پروګرامونه ولري.

د ويلو ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال عمرسلطان تېر کال ويلي وو، چې دوى د بودا مجسمو د بيارغونې مخالف دي؛ ځکه چې د بودا بيارغول سم کار نه دى، لرغونتيا به يې داغ کړي او له هنري اړخه به هم د منلو وړ نه وي.

د هغه په خبره، اطلاعات او فرهنګ وزارت د هغو هېوادونو چې د دغو مجسمو له بيارغونې سره علاقه ښيي، په رسمي ډول غوښتي، څو طرحې يې وزارت ته راوړي او څرګنده کړي، چې کومې مجسمې د ترميم وړ دي او ترميم يې امکان لري او که نه؟

عمرسلطان دغه هېوادونه په ډاګه نه کړل او زياته يې کړه، په هغه صورت کې به  د يادو هېوادونو طرحې د منلو وړ وي، چې د مجسمو لرغونتيا ته زيان ونه رسوي، له علمي اړخه ورته نوې جوړې شوې مجسمې ونه ويل شي او تر يوې کچې يې د لرغونتيا بيانوونکې وي.

له بله اړخه د المان د لرغون پېژندونکو ډلې (ايکوموس) د بودا مجسمو د سيمې تحکيم بندي پنځه کاله وړاندې د درې ميليون ډالرو پر لګښت پيل کړه، چې کار يې تېر کال بشپړ او د مجسمو د بيارغونې زمينه رامنځته شوه؛ خو د باميانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغو مجسمو بيارغول به لږ تر لږ لس کاله وخت ونيسي.

ايکوموس ډله توانېدلې، چې د بودا مجسمې زرګونه ماتې شوې ټوټې تر پېژندلو او شمېرې لګولو وروسته په يوه ځانګړي ځاى کې وساتي، د بودا له تنې نه ځنې بېلې شوې ټوتې له ٩٠ تر ١٠٠ ټنو پورې وزن لري.

داطلاعاتواو فرهنګ وزارت فرهنګي مرستيال ويلي وو، چې ټاکل شوې وه په ١٣٩١ کال کې د بودا هغه ټوټې چې لا له وړاندې نومره او ډلبندي شوې، د يوه موزيم په توګه راوړي او د بودا په اړه ليکنې هم کېږي، چې سيلانيان د بودا تاريخ مطالعه کړي او په اړه يې معلومات لاس ته راوړي .

د يادولو ده، په ١٣٨٦ کال کې د المان په برلين ښار کې په جوړ شوي کنفرانس کې، چې د د جاپان يونسکو، فرانسې او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوى و، تصميم ونيول شو، چې بايد د بودا تنه په هغه صورت کې چې پنځوس سلنه تيت پرک شوې ټوټې يې بشپړې شوې وي، په پخوانۍ بڼه ورغول شي.

د ولسمشر دويم مرستيال محمدکريم خليلي درې کاله وړاندې د افغانستان د لومړي ملي پارک (دباميانو امير بند) د پرانيستې پر مهال ويلي و، چې جاپان د بودا د تنې د رغولو لپاره له سل ميليونو ډالرو زياتې مرستې ژمنه کړې ده.

په پيل کې پلان دا ډول نيول شوى و،  چې د بودا تنه به د لايزر وړانګو پر اچولو بيا ځلي مجسمېږي، خو د کنفرانس ګډونوال دې پرېکړې ته ورسېدل، چې لايزر شعاع به جانبي عوارض ولري او هغه کورنۍ به له منځه لاړې شي، چې د دې شعاع په اوږدو کې پرتې دي.

حيوانات او مرغان  به زيانمن او هغه غر به هم وروست شي،  چې دغه دوه مجسمې په کې تراشل شوې دي.

همدارنګه پنځه کاله وړاندې جاپاني هنرمند ياماګاتا د بودا د تنو د بيارغولو لپاره له جاپانيانو پيسې ټولولې او تصميم يې درلود، چې د لايزر شعاوو په اچونه د دې دوو مجسمو انځورونه په هغه ځايونو کې چې واقع دي، انعکاس کړي.

ياماګاتا ويلي وو، چې د لايزر شعاع د اچولو لپاره يې تر دېرشو ميليونو ډالرو پورې ژمنې اخيستې او خلک به تر دوو راتلونکو کلونو پورې د هغوى تصويرونه په هماغه پخوانيو ځايونو کې وګوري.

دغه هنرمند غوښتل، چې د باميان غونډۍ پر کاڼو د تصويرونو يوه لړۍ د لايزر په ١٤ سيستمونو سره وځلوي ، چې د دوو تنو د انځورولو تر څنګ به خلکو  ته برېښنا هم توليد کړي.