منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د بودا مجسمو د ويجاړېدو دولسمه کاليزه ونمانځل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

 باميان (پژواک ٢٢ کب ٩١): په يوه غونډه کې د باميانو ځينو اوسېدونکو، د بودا مجسمې د ويجاړېدو دولسمه کاليزه ونمانځله او د بودا له کمپ څخه يې تر ورانو شوو مجسمو پورې بل څراغونه يوړل او په هغه ځاى کې يې زرګونه شمعې روښانه کړلې.

دغه دوه مجسمې، چې ١٦٠٠کاله لرغونتوب لري او د بوديزم د وخت له شهکارونو دي، د طالبانو د حاکميت پر مهال د ٢٠٠١ ميلادي کال د مارچ په لسمه، چې د ١٣٧٩ د کب له ٢٠ سره سمون خوري، تر دې نوم لاندې ، چې د بتانو شتون شرک دى، د توپونو پر ډزو او پر له پسې بريدونو کې ونړول شوې.

د صلصال ستره مجسمه ٥٥ متره او کوچنۍ مجسمه يې، چې شمامه نومېږي ٣٣ متره لوړوالى لري، د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې د باميان ښار شمال ته د يوه غره په زړه کې تراشل شوې وې.

 د لاريون ګډون کوونکو د دغو دوو مجسمو نړول ملي خيانت وباله، په کلکه يې وغانده او د مجسمو  د بيا جوړولو غوښتونه يې وکړه.

ددغه لاريون يوه سمبالوونکې  منيره هاشمي وايي، د بودا تر څنګ د شمعو روښانه کول او لاريون د طالبانو د يوه ناوړه کړنې غندل دي، چې د افغانستان يو لوى فرهنګي ميراث يې دولس کاله وړاندې له منځه يوړ.

 هغې پژواک ته وويل، لاريون پرون ماښام شپږ بجې پيل او د شپې تر ٨ بجو پورې يې دوام وکړ او د مدني بنسټونو کارکوونکو، ځوانانو او دولتي چارواکو تر څنګ  پکې شاوخوا سلو ښځو ګډون کړى وو.

ميرمن هاشمي وويل: ” د بودا مجسمې، يواځې په افغانستان پورې اړونده نه وې، بلکې د ټولې نړۍ يو فرهنګي ميراث وو، خو بدبختانه په ډېر وحشيانه ډول ونړول شوې.”

د باميانو والي ډاکټرې حبيبې سرابي هم په لاريون کې ګډون کړى و او وايي، د طالبانو له لوري د مجسمو نړول د يوه مدنيت او فرهنګ ورانول وو.

هغې زياته کړه، هغه مهال د نړۍ ډېرو هيوادونو کوښښ وکړ، چې طالبان د مجسمې د نړولو له دريځه پر شا کړي، خو بالاخره دغه تاريخي اثار رانسکور شول. 

 د باميانو والي هيله وښوده، د بودا مجسمه په داسې حال کې، چې اوسمهال د يونيسکو له خوا د بودا پر تپه کار روان دى او يو ديوال ترې راچاپېره کيږي، يو ځل بيا ورغول شي.

 د بودا په کمپ کې له لاريون وړاندې شعرونه، ننداره او د بودا د ويجاړولو فلم هم نندارې ته وړاندې شول، چې په دغو مراسم کې د باميانو لسګونو اوسېدونکو او فرهنګيانو ګډون کړى وو.